اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) د پاكستان وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځ په موقع د ښه دفاعي صلاحيت څرګندونې سره پرېډ وكړو٬په وړومبي ځل د جمهوريه چين٬د سعودي عربستان ډلو٬د تركيه ملټري بينډ٬د ساؤت افريقې د پوځ مشر په پريډ كښې د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي وكړه٬د پاك فضائيه مشر د فلائي پاسټ٬د آرمي ايوي اېشن كمانډنګ آفيسر ميجر جنرال خليل زاد د چورلكو فلائي پاسټ او د اېس اېس جي كمانډنګ افسر ميجر جنرال طاهر مسعود بهټه د فري پال جمپېنګ قيادت كولو٬ د پاك فضائيه جے اېف 17 تهنډر٬اېف 16 او شېردل فارمېشن د ښه فضائي كرتب څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ د پاكستان ورځ په موقع وفاقي پايه تخت په پرېډ ګراؤنډ كښې پرېډ وشو۔اولس مشر ممنون حسېن د دستورې مشر مېلمه وو دغسې وزيراعظم محمد نواز شريف٬د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات٬د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د ساؤت افريقې پوځ مشر جنرال صلاح ذكريا٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني٬وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬انجينئر خرم دستګير٬سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق٬د پاك فضائيه مشر ايئر چيف سهيل امان٬د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاﺀالله٬د چين سفير سن وائي ډونګ نه ځانله پارلماني غړو٬غېر ملكي مندوبينو٬سفيرانو٬هائي كمشنرانو او نور ګڼو كسانو په پرېډ كښې ګډون وكړو۔په دې موقع د امنيت خاص انتظامات شوي دغسې د امنيتي وجوهاتو په سوب موبائل فون سروس هم بند كړی شوې وو۔د پرېډ خاص مېلمه اولس مشر ممنون حسېن د راتګ په اعلان باجه غږولو سره د پريزېډنټ بارډي ګارډ سره دستورې ته راروسېدو٬په اسلامي چبوتره وزيراعظم محمد نواز شريف٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات٬سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د بحريه او فضائيه مشرانو اولس مشر هركلے وكړو۔د دې نه پس قامي سرد وغږولې شو۔اولس مشر د پرېډ كمانډر سره په پرېډ كښې شامل پنجاب رجمنټ٬٬فرنټېئر رجمنټ ‘نادرن لائیټ انټٹری ‘پاك بحریه ‘پاك فضائیه ‘مجاهد فورس ‘فرنټېئر کور خېبر پښتونخواہ ‘پاکستان رینجرز ‘ پاکستان پولیس ‘ټرائر ی سروسز لیډیز ‘ آرمډ فورسز لیډز آفیسرز ‘ بوائز سکاؤټس ‘ ګرلز ګائیډ او ٹرائی سروسز سپیشل ګروپ ډلو څارنه وكړه۔ دې نه پس د پاك فضائیه او پاك بحریه الوتكو ښه فلائی پاسټ وشو چې پكښې جے اېف 17 تھنډر او اېف 16 ، میراج، پی تھری سی اورین، اېف سیون، پی جی سیون، قراقرم ایګل، سیپ 2000، کے ای تھری اواکس پشمول بيلو جنګی الوتكو برخه واخسته۔ د فضائی مارچ پاسټ قیادت د پاك فضائیه مشر ایئر چیف مارشل سهیل امان كوله۔ د پاك فضائیه او بحریه الوتكې د سلامی چبوترے په وړاندې تيريدو سره اولس مشر ته سلامی وكړه۔ پریډ كښې د پنجاب رجمنټ ‘فرنټېئر رجمنټ ‘نادرن لائیټ انفټری ‘پاك بحریه ‘پاك فضائیه ‘مجاهد فورس ‘فرنټېئر کور خېبر پښتونخواہ ‘پاکستان رینجرز ‘ پاکستان پولیس ‘ټرائر ی سروسز لیډیز ‘ آرمډ فورسز لیډز آفیسرز ‘ بوائز سکاؤټس ‘ ګرلز ګائیډ او ٹرائی سروسز سپیشل ګروپ ډلو د ښه پریډ څرګندونه وكړه۔ د پاك پوځ سپېشل سروسز ګروپ ډلې هم په خاص ډول پریډ کولو سره اولس مشر ته سلامی وكړه۔ د آرمډ کور ډله كومه چې په الخالد ټېنك ، ټی اے ټی یو ډی ټېنك ، الضرار ټېنكونو مشتمل وه۔ د آرټلری بکتر بند، اے پی سیز، آرمی ایئر ډیفنس، میزائل او ټریکنګ ریډار سسټم لرونكې اېف اېم 90 ، کور آف انجینئرنګ، کور آف سګنل ډلو هم اولس مشر ته سلامی وكړه۔ دستوره كښې د پاکستان تر ټولو جدید نصر میزائل سسټم، بابر کروز مزائل سسټم، شاهین I، شاهین IIمیزائل سسټم، د پائلوټ نه غير الوتكې شهپر، براق پشمول دفاعی سامان حرب هم څرګندونه وشوه۔ د آرمی ایوی اېشن او بحریه ایوی اېشن 15کوبرا، اېم آئی 17، پیونک چورلكو مشتمل ډلو هم 300 فټه دنګ پرواز کولو سره د ښه فضائی مارچ پاسټ څرګندونه وكړه۔ پریډ كښې اېف 16، جے ایف 17 تھنډر الوتكو ښه فضائی مظاهره وكړه۔ د پریډ دستوره كښې د يوه بله ښه څرګندونه د پاکستان آرمی سپیشل سروسز ګروپ او د پاك فضائیه کمانډوزو د 10 زره فټه پورته څخه د فری فال څرګندونه وه۔ درې واړه وسله والو ځواكونو د پیرا شوټرز میجر جنرال طاهر مسعود بھټه په مشرۍ كښې پرله پسې د سلامی چبوترے په وړاندې كوزيدو سره اولس مشر سره يو په يو مصافحه وكړه۔ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان پشمول د څلورو واړو صوبو او سائنس اینډ ټیکنالوجی وزارت خاص فلوټس هم اولس شمر ته سلامی وكړه۔ د پاك بحریه هوور کرافټ او پاکستان رینجرز پنجاب ډلې هم اولس مشر ته سلامي وكړه۔د دستورې په آخر ماشومانو قامی ملی نغمې وړاندې كړي ٬ اولس مشر ممنون حسېن او وزیراعظم محمد نوازشریف د ماشومانو سره مصافحه وكړه
د پاكستان وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځ په موقع د ښه دفاعي صلاحيت څرګندونې سره پرېډ وكړو
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد