اسلام آباد ۔ 17 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ګوند لارښودو سره مشاورت نه پس انجینئر امیر مقام د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پختونخوا صدر او مرتضیٰ جاوېد عباسی عمومي سېكتر غوره كړې دي ۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د خېبر پختونخوا مشرانو د مسلم لیګ لارښودو غونډه د ګل په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د وزیراعظم دفتر لخوا جاري كړې بيان ترمخه په دې مهال ګوند لپاره د پير صابر شاه او رحمت سلام خټک د خذماتو ستائنه وشوه۔ وزیراعظم محمد نوازشریف هيله ولرله چې نوې عهدېدار به مسلم لیګ (ن) خېبر پختونخوا كښې لا فعاله او قوي كولو له خپل ټول صلاحيتونه وكاروي او دوئي به د مسلم ليګ (ن) كارمندان ځان سره روان كړي او مخ په وړاندې بهخ لاړ شي ۔ وزيراعظم ووئيل په راروانو ټاكنو كښې كه لوئے څښتن ته منظوره وي نو مسلم ليګ (ن) به خېبر پختونخوا كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي ۔ په دې مهال نوي صدر امير مقام او عمومي سېكتر مرتضی جاوېد عباسي په خپلو جلا جلا بيانونو كښې ټولو ليګي لارښودو له باور وركړو چې هغوي به راروانو ټاكنو كښې خېبر پختونخوا كښې د مسلم لیګ (ن) حکومت جوړولو له خپل فعاله كردار ترسره كړي او د خېبر پختونخوا اولس به چرې مايوسه نه كړي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې به ډېر زر ټوله صوبه كښې رابطه مهم پېل كړې شي۔ په دې مهال د مسلم لیګ (ن) خېبر پختونخوا پخواني عمومي سېكتر رحمت سلام خټك د مور په حق رسېدلو له فاتحه خواني وشوه۔ غونډه كښی راجه محمد ظفر الحق ، اقبال ظفر جھګړا ، خواجه سعد رفیق ، انجینئر امیر مقام ، مرتضیٰ جاوېد عباسی ، سردار مهتاب احمد خان عباسی ، ډاکټر آصف کرمانی ، سرانجام خان ، سناتور نزهت صادق ، سناتور بیګم نجمه حمید ، سناتور پرویز رشید، محترمه مریم نواز شریف ، کېپټن (ر) محمد صفدر ، پیر صابر شاہ ، جعفر اقبال ، بېګم عشرت اشرف ، صدیق الفاروق ، رحمت سلام خټک ، میاں راشد علی شاہ او شیر زمان ټکر ګډون كولو۔
وزيراعظم محمد نواز شريف انجینئر امیر مقام د مسلم لیګ (ن) خېبر پختونخوا صدر او مرتضیٰ جاوېد عباسی عمومي سېكتر غوره كړل
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔