اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي دي آزاد کشمیر كښې يو كروړ څخه زياتو وګړو ته د اعلی معيار سګنلز وركولو له به نوې ټرانسميټرز لګولې شي۔ حكومت د هېواد د نورو برخو په ډول د آزاد كشمير په تعمير او پرمختګ كښې ژوره خوښي لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ ګوند غونډ مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو او د صوبائي څانګو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت میر پور آزاد کشمیر كښې د 100 کلو واټ ډیجیټل ټرانسمیټر لګولو له د 14 کروړ 38 لکهھ 56 زره روپو منصوبه وړاندې كړه چې ترمخه به ئې د میرپور آزاد کشمیر 10 ملین وګړو ته د اعلی معيار رېډيو سګنلز وركولو له نوې ټرانسميټرز لګولې شي۔ غونډې ددې منصوبې منظوري وركړه۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت مظفرآباد كښې د رېډيو سټېشن ودانۍ جوړولو له د 16 کروړ 6 لکهھ 21 زره روپو منصوبه وړاندې كړه د كومې چې غونډې منظوري وركړه۔ دغسې د لوړو زده كړو كمېشن د سی ډی ډبلیو پی غونډه كښې د كلتوري تبادلې پروګرام ترمخه بهرني هېوادونو كښې سكالرز ته سبسډي وركولو له 70 کروړ 92 لکهھ 18 زره روپو منصوبه وړاندې كړه كومه چې غونډې منظور كړه۔
آزاد کشمیر كښې يو كروړ څخه زياتو وګړو ته د اعلی معيار سګنلز وركولو له به نوې ټرانسميټرز لګولې شي
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا