اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د اسلام آباد او پېنډۍ په شمول ګرد هېواد كښې د روژې مباركې مياشتې اولنۍ جمعه د توبې او استغفار ورځې په توګه ولمانځلې شوه۔ د صدر مملكت په هدايت د جمعې ورځ د كورونا وائرس نه خلاصي له د توبې او استغفار ورځې په توګه ولمانځلې شوه۔ په دې لړ كښې د مذهبي چارو وزارت د صدر په هدايت نوټيفكېشن هم جاري كړے وو۔ د دې ورځ لمانځلو مقصد د دعا او استغفار د لارې د كورونا وائرس وبا نه خلاصې ترلاسه كول دي۔ علماﺀ كرامو د جمعې په اجتماعاتو كښې دعا وكړه چې لويے څښتن دے د پاكستان په شمول ټوله نړۍ د دې وباﺀ نه خلاصه كړي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات