اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د ډيجيټل پاكستان وژن او د سېلګرۍ په ځايونو سېلګرو او ځايې خلقو ته د آسانيو وركولو عزم تر سره لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت د نړۍ په ښائسته منطقو كښې شاملې د پاكستان سوئټزر لينډ وادي سوات لپاره دوه مهمې پروژې پیل كړي۔د وړومبۍ پروژې له مخې به د سوات په لرې سيمو كښې اوسېدونكو خلقو لپاره د 78 كروړه روپو په لګښت يونيورسل سروس فنډ هائي سپيډ براډ بينډ سروسز وركولې شي او د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ له مخې به په مينګوره كښې د 22 زره مربع فټ په زمكه سافټ ويئر ټېكنالوجي پارك جوړولې شي۔په دې لړ كښې د زيارت په ورځ مهمه دستوره وشوه چې پكښې د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق او د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ګډون وكړو۔په دې موقع د آئي ټي سېكرټړي ډاكټر سهيل راجپورت٬د ټېلي كام ممبر محمد عمر ملك د آئي ټي ممبر سيد جنيد امام٬د يونيورسل سروس فنډ چيف ايګزېكټو هارث محمود چوهدري د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ منيجنګ ډائرېكټر عثمان ناصر او نور چارواكي هم موجود وو۔په دې موقع د آئي ټي وفاقي وزير سيد انورالحق ووئيل تهذيب او تمدن سره سره د سوات ضلع د ښائسته درو٬دريابونو او غرونو په وجه مشهوره ده ۔زمونږ خواهش ؤ چې دا سيمه ډيجيټل نړۍ سره تړلو لپاره د ټېكنالوجۍ په اړه ټولې آسانۍ ولري٬نن دې خوب ته تعبير وركولې شي۔مونږ سوات ته د 78 كروړه روپو په لګښت سره د هائي سپيډ براډ بينډ سروسز وركوو۔
د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت د نړۍ په ښائسته منطقو كښې شاملې د پاكستان سوئټزر لينډ وادي سوات لپاره دوه مهمې پروژې پیل كړی
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس