اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي﴾ صدر مملكت ډاكټر عارف ع??وي د تركمانستان دورې په مهال تاجك صدر امام علي رحمان سره ملا??ات وكړو. د اتوار په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت ډاكټر عارف ع??وي د ملا??ات په مهال ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه قوي معاشي شركت لپاره د تجارتي او د سرمايه كارې د روابطو لا زياتولو ضرورت دے. په دې موقع دواړو مشرانو د كاسا 1000 پروژې د عمل?? كېدو جاج هم واخستو. صدر مملكت د پاكستان د بندر ځايونو د لارې تاجكستان لپاره په سيمه ايز انضمام او روابطو رڼا واچوله. دواړو مشرانو پاكستان او تاجكستان ته په افغاستان كښې د انساني صورتحال په وجه په پېښو چېلنجونو هم خبرې وكړې. صدر ډاكټر عارف ع??وي ووئيل چې ګاونډي هېوادونه بهه په افغانستان د استحكام نشتوالي له امله زيات آغېز من كېږي. ده د تاجكستان صدر په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو نه خبر كړو. صدر مملكت ووئيل چې افغان معيشت بچ كولو لپاره د افغانستان د كنګل شويو اثاثو بحال كولو ضرورت دے. صدر مملكت ووئيل چې د ټولو افغانانو د حقونو احترام او افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد نه كارول كېدل ضروري دي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن، تفاهم او استحكام لپاره پاكستان او تاجكستان ته په ګډه د كار كولو ضرورت دے. صدر مملكت ووئيل چې په افغانستان كښې پائيدار امن به په منطقه كښې تجارت او معاشي موقعې پېدا كړي. د ملا??ات په مهال دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او د دې په لا مستحكم ??ولو ئې اتفاق هم وكړو.
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د تركمانستان دورې په مهال تاجك صدر امام علي رحمان سره ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا