اسلام آباد 13جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز پاکستان سائنس ايکسپو يو لوئ ايونټ ګرځولو سره وئيلي چې د ايکسپو کولو سره به په نړيواله كچه د پاکستان مثبت پيغام لاړ شي۔ د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سائنس انقلاب زمونږ سباؤن دې او د پاکستان اولس سوكالۍ ته خاص پام لرنه كوو۔د سائنس او ټيکنالوجي وزارت ذيلي ادارې پاکستان سائنس فاؤنډيشن د سيورې لاندې پاکستان سائنس ايکسپو به په 28 او 29 جنوري وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان سائنس ايکسپو 80 فيصده څخه زيات سټالز وړاندې څخه بك شوې دې ۔ پاك چائنا فرينډشپ سينټر كښې كيدونكې ايکسپو كښې به قومي او غير ملکي شخصيات، پار لماني غړي ، سرکاري افسران، نجي کمپنيو ايګزيکټوز او سي اي اوز، بيلو څانګو څخه تعلق لرونكې مهم شخصيات، صنعتي لارښود ، سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو زدكونكې ، سکالران، محققين او سائنسمدار ګډون كوي۔ پاکستان سائنس فاؤنډېشن چيئرمېن پروفيسر ډاکټر شاهد محمود بيګ ايکسپو کاميابولو لپاره انتظامات ته حتمي شکل وركوي۔ پاکستان سائنس ايکسپو د هېواد په تاريخ كښې د خپل نوعيت وړومبې ايکسپو دې د كوم مقصد چې پاکستاني سائنسمدارو ، انجينئرز، سائنس سوسائټيو، زدكونكو ، پوهنتونونو او محققين کاميابو څرګندونه كوي۔
د پاکستان سائنس ايکسپو سره به په نړيواله كچه د هېواد مثبت پيغام لاړ شي،نندارتون به ادارو او تنظيمونو له د خپلو کاميابو وړاندې كولو پليټ فارم وركړي، د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : apostas quina