اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوج?? وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د بدعنوان عناصرو په ضد د امتياز نه غېر احتساب او په نظام كښې سپېځلتيا راوستل د تحريك انصاف حكومت لومړۍ ترجيحه ده، موجودہ حکومت د بدعنوانۍ په ضد خپله بيانيه بدله كړې ده او په لويه كچه په بدعنوانۍ كښې ككړ سياسي مشرانو په ضد ئېد فرق نه غېر كمپائن پېل كړے دے۔ د شورو په ورځ د راډيو پاكستان په كرنټ افيئر پروګرام كښې د خبرو په مهال ووئيل پخوانو واكمنو به زياته انحصار په درآمد شوې څيزونو ك??لو او پاكستان ئې امپورټ بېسډ اكانومي جوړه كړې وه خو د تحريك انصاف حکومت برآمداتو زيات??لو او په درآمداتو كښې كمي لپاره د نورو مينوفيکچرنګ پلائنټس لګ??لو منصوبه بندي كوي۔ ده ووئيل د سائنس و ټيکنالوجۍ څانګې ودې سره د پاکستان ډيجيټل اکانومي مستحکمېږي۔ ده ووئيل نړۍ د پاكستان د كرونا وېرس په ضد د كاميابو اعتراف كوي۔۔ ده ووئيل حکومت په کا??يابۍ سره د كرونا وېرس پروټيکټيو ايکوپمنټس او وينټيليټرز تيار كړې دي چې ورسره د اربونو روپو بچت شوې دې۔ ده ووئيل په راتونكي وخت كښې به د زړه رنځورانو لپاره په ځائي كچه د سټنټس جوړ??لو هم جوګه شو۔ ده ووئيل حكومت كوچنيو زرعي فارمونو لپاره په ډيجيټل پېكجز معرفي ك??لو غور كوي ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل حكومت په سركاري سكولونو سائنس او ټېكنالوجۍ فرېبډلي جوړ??لو او د دې معيار ښه ك??لو لپاره منصوبه بندي كوي۔ ده ووئيل حکومت ځوانانو او هنر مند خواري كښو لپاره په لويه كچه د روزګار موقعې پېدا ك??لو لپاره سازګار ماحول جوړوي، بائيو ټيکنالوجي، مکينيکل انجنيئرنګ او د زراعت پشمول كوچنۍ او د مېنځنۍ درې كاروبار اهمې څانګې دي
حکومت برآمداتو زياتولو او په درآمداتو كښې كمي لپاره د نورو مينوفيکچرنګ پلائنټس لګولو منصوبه بندي كوي، د سائنس و ټيکنالوجۍ څانګې ودې سره د پاکستان ډيجيټل اکانومي مستحکم كېږي
مضمون کا ماخذ : بونانزا