اسلام آباد ۔ 5 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي د اوسني حكومت غوره پالېسيو په ??تي??ه كښې اقتصادي نمو له كاميابي ترلاسه شوې چې اعتراف ئې نړيوالو مالياتي ادارو هم كړې۔ زمونږ په سټاك ماركيټونو ??ښې غېر معمولي زياتوالې راغلې او د افراط زر شرح كمه شوې ۔ اوس سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د پاکستان برآمدات زياتولو لپاره د پورته كړې شوو ګامونو جاج اخستو غونډه كښې وكړه۔ وزيراعظم ایګرو پراسېسنګ لپاره د پلانټ او مشینرۍ، ټېکنالوجی اپ ګرېډېشن فنډ، برېنډ اېنډ سرټیفکېشن ډویلپمنټ، د مصنوعاتو تيارولو لپاره د مراعاتووركولو د مرستې په اړه هم خبر كړې شو۔ وزیراعظم ووئيل د برآمدي څانګې پرمختګ ل?? بنيادي مرستياله څيزونو ??ك?? بنيادي اډانه ٬ پېداوار ٬ تر يوټېلېټيز رسنه او تكنيكي پرمختګ ته خاص پاملرنه كولو ته اړتيا ده۔ وزیراعظم فنانس ډویژن، کامرس ډویژن، فېډرل بورډ آف ریونیو او سرمایه کاری بورډ څخ?? د ??ورتحال لا ښه كولو لپاره وړاندېزونه وغوښتل وزيراعظم امر وكړو چې دا وړاندېزونه دې د كاروباري نمائندګانو ??ه شتوالي كښې راروانې غونډې ته وړاندې كړې شي دغسې چې د كاروباري ورورولۍ رائې معلومې كړې شي۔ غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار، د تجارت وزیر خرم دستګیر خان، د منصوب?? بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال، د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن مفتاح اسماعیل، د وزیراعظم سېكتر، د خزانې سېكتر، د اېف بي آر چیئرمېن او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔
د اوسني حكومت غوره پالېسيو په نتيجه كښې اقتصادي نمو له كاميابي ترلاسه شوې چې اعتراف ئې نړيوالو مالياتي ادارو هم كړې
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر