اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي)د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اور??ګز??ب وئيلي دي د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د سوشل ميډيا ډسك او انډرائډ اپيلي كېشن د باقاعده ??جر??ء سپارښتنه كولو سره وئيلې دي اے پي پي د هېواد د مثبت تشخص ودې٬ د حكومت د اولسي او خېر ښګړې منصوبو٬ د پاك چين اقتصادي لارې٬ سپورټس او كلتور پشمول د نورو څانګو په اړه اقدامات اولس ته په ښه ډول رسولو له خپل كليدي كردار تر سره كوي٬ اے پي پي دې د پاكستان 70 كلونو دستورو پحقله په خپل آركائيو كښې موجود مواد نشر او شائع كړي دغسې چې اولس او په خاص توګه زمونږ د آبادۍ 62 فيصده ځوانان د دې حقيقت نه په ښه ډول خبر كړې شي ۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې د مريم اور??ګز??ب دا خبرې د شورو په ورځ د اے پي پي دورې په موقع د لوړې كچې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ مريم اور??ګز??ب د اے پي پي په كمېتي روم كښې د لوړې كچې غونډې مشري كوله ۔ په غونډه كښې د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك، ډائرېكټر نیوز نعیم چوېدري ‘ډائرېکټر کوآرډینشن اکرم ملك ‘ډائريکټر انفارمیشن ټېکنالوجی غواث خان سره سره د سوشل ميډيا ډسك او نور څانګو نمائندګان موجود وو۔ مريم اور??ګز??ب ته د بريفنګ پ?? مهال اېم ډي مسعود ملك ووئيل اے پي پي د مصدقه خبرونو د ترسيل اداره ده كومه چې د خبرونو ٬ وېډيو فوټېج او سوشل ميډيا د لارې د پاكستان اولس او ټولې نړۍ ته خبرونه رسوي۔ ده ووئيل اے پي پي د انګرېزۍ٬ اردو ٬ عربۍ سره سره صوبائي يوالي باوري كولو له په سيمه ايزو ژبو سرائيكۍ ٬ پښتو سندھۍ او بلوچۍ كښې هم خبرونه قامي ورځپاڼو ٬ سيمه ايزو ورځپاڼو ٬ ټي وي ??ېل??ز ٬ رېډيو ??ېل??ز او د خبرونو تبادلې د ??وظ??امو په رڼا كښې بېلو نړيوالو نيوز اژانسو ته وركوي ۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې په وړو لويو ښارونو كښې د اے پی پی بېورو آفسز او مركزونه كار كوي۔ دوهمې وزيرې مريم اور??ګز??ب د اے پي پي سوشل ميډيا لا فعاله كولو په حاجت زور راوړو۔ دې ووئيل اے پی پی دې د خپلو خبرونو ٬ فیچرز ٬ رائټ اپ‘دستاویزی فلمونو د لارې د حكومت ګامونه په غوره ډول رامخې ته كړي۔ دې د اے پي پي اېم ډي ته امر وكړو چې د اېډېټوریل سټاف د كار استعداد زياتولو لپاره او رپورټنګ نړيوال معيار سره سمولو له تربيتي پروګرامونه لا تند كړي۔ دې ووئيل اے پي پي يوه ګټه وره او مهمه اداره ده۔ په هره كچه د دې اهميت او افاديت باوري كولو له به د اطلاعات او خپرونو وزارت خپل كردار ترسره كوي
د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې د اے پي پي سوشل ميډيا ډسك او انډرائډ اپيلي كېشن د باقاعده اجراء سپارښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج