اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) اروپائي ائتلاف افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د مهم كردار اعتراف كوي٬ پاكستان سره ګڼ اړخيزه اړيكې دي او مونږ په يو شمېر چارو كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې اېنډرولا کامینارا رېډیو پاکستان سره د خالي په ورځ خصوصي مركه كښی وكړه۔ هغې ووئيل پاكستان افغانستان څخه د اروپائي ائتلاف وګړو حفاظت سره وتلو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ هغې ووئيل د تېرو څو اونيو په مهال د اروپائي ائتلاف استازو او د اروپائي ائتلاف هېوادونو شخصياتو پاكستاني چارواكو سره يو شمېر ملاقاتونه كړي دي كومو كښې چې زياترو كښې افغانستان كښې په رامخې ته شوې وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې ده۔ اېنډرولا کامینارا د پاكستان د دې اعلان ستائنه وكړه چې كابل كښې حكومت بايد ټولشموله وي او مېرمنو ته دې هم نمائندګي وركړې شي۔ هغې ووئيل اروپائي ائتلاف په كابل د طالبانو كنټرول نه وروسته په منطقه كښې په رامخې ته كېدونكو بدلونونو ژور نظر ساتلے دے۔ هغې ووئيل اروپائي ائتلاف د بشري حقونو او ټولشموله حكومت حوالې سره په افغانستان كښې خوښي لري او د اروپائي ائتلاف وګړي او هغه افغانان كوم چې افغانستان پرېښودل خوښوي د هغوي وتل غواړي۔ هغې ووئيل اروپائي ائتلاف د روان كال پېل څخه تر دې دمه افغانستان ته د مرستې په مد كښې 70 لكه يورو وركړې دي۔ دې سره سره اروپائي اتحاد د دې رقم څلور چنده زياتولو اعلان كړې۔ دغسې تېره اونۍ د جنګ د لاسه ځپليو شوي هېواد افغانستان لپاره نورې لس كروړه يورو هم اعلان كړې شوې۔ د اروپائي ائتلاف سفير ووئيل مونږ كوم هم انساني بحران څخه بچ كولو له افغانستان سره مرسته كوؤ بياهم هغې په دې پړاؤ كښې د اروپائي ائتلاف لخوا د طالبانو حكومت تسليمول خارج از امكان وګرځول۔ د هند په مقبوضه كشمير دغېر قانوني قبضې په اړه هغې ووئيل اروپائي ائتلاف ټول عمري وئيلي دي چې مونږ د دواړو هېوادونو ډاډګيرنه كوؤ چې هغوي د دې مسئلې حل كولو له خپله منځه هڅې روانې وساتي۔ پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيكو اوسني صورتحال په اړه د اروپائي ائتلاف سفيرې ووئيل پاکستان سره ګڼ اړخيزه اړيكې دي او په يو شمېر چارو كار كوؤ۔ اېنډرولاکمینارا ووئيل پاكستان ته د وركړې شوې جي اېس پي پلس درجې له كبله اروپائي ائتلاف پاكستاني مصنوعاتو لپاره تر ټولو مهم مقام دے۔ هغې ووئيل په كال 2019 كښې پاكستان د اروپائي ائتلاف منډۍ ته د 7 نيم اربه يورو پاكستاني مصنوعات برآمد كړل۔ هغې ووئيل د جي اېس پي پلس درجې په توګه پاكستان د ملګرو ملتونو د 27 م كنونشن په اصلاحاتو كاربند دے۔ هغې ووئيل پاكستان په دې كښې يو شمېر كنونشنز لاس ليك كړي دي۔ هغې ووئيل مونږ دا معلومات ترلاسه كوؤ او د جي اېس پي پلس درجې راوانه جائزه د روان كال تر پايې امكان لري۔ هغې ووئيل اروپائي ائتلاف بېلو منصوبو كښې پاكستان سره مرسته كوي او په دې لړ كښې مونږ بلوچستان كښی واټر مېنجمنټ لپاره د څلور كروړه يورو پروګرام لاس ليك كړے دے۔ اېنډرولاکمینارا ووئيل د اروپائي ائتلاف او پاكستان ترمينځه د ستراتيجيكي منصوبې لاس ليك كېدو نه وروسته د كلتوري پلاوي تبادلې ٬ زده كړې ٬ آئي ټي او د علم تبادلې په ډول څانګې شامل كړې شوې دي۔ هغې ووئيل دوه كاله وړاندې پاكستان ته ماسټر او پي اېچ ډي لپاره سكالرشپس وركړې شؤ۔ هغې ووئيل اروپائي ائتلاف پاكستان سره د ترهګرۍ مخنيوي لپاره هم په يو شمېر منصوبو كښې مرسته كوي۔ هغې وئويل مونږ پاكستانۍ امنيتي عملې ته د آلاتو وروكولو سره سره تربيه هم وركوؤ۔ دغسې اروپائي بلاك د بې وزلۍ ٬ قدرټي آفتونو او دغسې نورو څانګو كښې د پېښو مسئلو حل له هم پاكستان سره مرسته كوي۔ د خالي په روځ د پروګرام ”ډپلومېټک سېشن” كوربتوب نوموړي خبريال او ليكوال جاوېد صديق كوله او د پروګرام پروډیوسر سعید احمد او اېګزېکټو پروډیوسر عبدالرف خان ؤ۔ دا اونيز پروګرام د خالي په ورځ ماښام پو باندې شپږ بجې د رېډيو پاكستان د خبرونو او حالات حاضره چېنل او اېم اېف ون او ون نېټ وركس څخه خپرېږي
اروپائي ائتلاف افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د مهم كردار اعتراف كوي٬ پاكستان سره ګڼ اړخيزه اړيكې دي٬ د اروپائي ائتلاف سفيرې اېنډرولا کامینارا رېډیو پاکستان سره خصوصي مركه
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada