اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان پشمول پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د كرونا وائرس وبا په بيړه خپرېږي٬ د وبا په معيشت منفي آثرات مرتب شوي ،پاکستان كښې افغان كډوالو ته هر ډول آسانۍ ترلاسه دي۔ د نهې په ورځ د كرونا نړيوالې وبا په مهال د كډوالو او نورو بې كوره خلقو په حالت او د نړيوالې مرستې د حاجت په عنوان وېډيو کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل كډوالو ته پناه وركوٶنكو هېوادونو كښې پاكستان په دوېم لمبر دے، پاکستان د تېرو څلوېښتو كالو راهسې افغان كډوالو له پناه وركړې۔ ده ووئيل اوس هم د افغان كډوالو لويه شمېره پاكستان كښې مېشته ده او دوي ته هر ډٶل آسانۍ ترلاسه دي۔ ده ووئيل يو هېواد هم د دومره لوي چېلنج يوازې مقابله نه شي كولے
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز