اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)قامي اسمبلۍ اولمپكس 2024 كښې ايتهليټ ارشد نديم له په شاندار كاركردګۍ د سول ايوارډز وركولو او د لوبو په مېدان كښې ځوانانو ته هر ممكنه آسانۍ وركولو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړ??۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قانون وزير اعظم نذير تاړ وو??ېل د ايوان لپاره د خوشحال?? مقام دے چې نن د مسجد نبوي امام٬د سعودي سفير او د سعودي پلاوي دلته موجود دے۔ارشد نديم دا خوشحالي يو په دوه كړ??۔ټولو پارليماني ګوندونو د ارشد نديم په لويه بريا متفقه قرارداد راوړولو پريكړه كړې۔ده وو??يل د قرارداد په متن كښې وئېلې شوي دا ايوان د پاكستان فرزند ارشد نديم ته د پاكستان بېرغ پيرس اولمپكس كښې په هسك كولو او 40 كاله پس پاكستان د ګولډ ميډل حق دار په جوړولو مباركي وركوي۔دا ايوان يادوي چې د متوسط طبقې څخه تعلق لرونكې 27 كلن ارشد نديم پخپل لوړ عزم٬زياتې خوارۍ او د زړه د اخلاصه نيت څخه ثابته كړ?? چې د وسائلو كمے او د لارې خنډان د هېواد د لوڼو او زامنو لاره نشي نيولې۔دا ايوان د ارشد نديم پخوانۍ كاركردګۍ ته د ستائنې په نظر ګوري څوك چ?? د دې نه وړاندې كامن ويلت ګيمز٬اسلامك سالډيرټي ګيمز او سارك ګيمز كښې د سرو زرو تمغې ګټلي ۔دا ايوان حكومت ته سفارش كوي چې ارشد نديم له سول ايوارډز وركړي او د لوبو په مېدان كښې ځوانانو له هر ممكنه آسانۍ وركړي
په قامي اسمبلۍ كښې ارشد نديم ته سول ايوارډز وركولو او لوبغاړو ته هر ممكنه آسانۍ وركولو لپاره قراداد منظور كړے شو
पीजी इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa