اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف په خپله 5 ورځنۍ دوره (نن) د ګل په ورځ ډیووس سوئټزرلینډ ته رسي چرته به چې هغه د اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون كوي۔ وزیراعظم ته د نړيوال اقتصادی فورم اېګزېکټو چیئرمېن پروفېسر کلاس شیواب څلور ورځنۍ غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې كومه چې د نهې ورځې څخه پېل كيږي۔ د خارجه دفتر بيان ترمخه وزیراعظم به د غونډې په مهال يو شمېر اولس مشرانو او سوداګرو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم به ډیووس كښې د ملګرو ملتونو نوې سېكتر جنرال انتونیو ګټریز او د سوئېټزر لېنډ اولس مشر ډورس لیتھرډ سره هم ملاقات كوي۔ وزیراعظم به “پاکستان كښې د سرمايه كارۍ نوي حقيقت” په س??خط نزدې د 60 نوموړو كاروباري لارښودو يوې لويې ډلې ته خطاب هم كوي۔ وزيراعظم به په يو ګول مېز كانفرنس كښې ګډون كوي كوم كښې به چې هغه د كاروباري لارښودو يوې خاص ډلې سره پاكستان كښې د رامخې ته كېدونكي اقتصادي بدلون او هېواد كښې د سرمايه كارۍ موقعو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې اقتصادي فورم كښې د اولس مشرانو ٬ نوموړو لارښودو ٬ د تعليم پوهانو او د ابلاغ وسيلو نمائندګانو په شمول د 3 زره څخه زيات كسان ګډون كوي۔ سږ كال ددې نړيوال اقتصادی فورم د كلنې غونډې سرخط ’’ باعزته او ذمه واره مشرتابه” ټاكلې شوې۔ د غونډې په مهال به وزيراعظم په اقتصادي او سياسي چارو د خپلې رايې څرګندونه كوي۔ د نړيوال اقتصادی فورم كلنې غونډه كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف ګډون كولو سره به پاکستان كښې كاروباري ٬ د سرمايه كارۍ او تجا??تي موقعو څخه د نړيوالې ورورولۍ خبرولو كښې مرسته ترلاسه شي۔
وزیراعظم نوازشریف په 5 ورځنۍ دوره (نن) د ګل په ورځ ډیووس ته رسي
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ