اسلام آباد06 جون(اے پی پی) قامي اسمبلۍ هند كښې د بے جي پي وياند او لارښودو لخوا د ناوړه خبرو او د توهين آمېز الفاظ پشمول د بيانونو سخته غندنه كولو سره د هندي حكومت څخه د ذمه وارو په ضد د كاروائۍ كولو قرارداد په متفقه توګه منظوري كړے ۔په قرارداد كښې د نړيوالې ورورولۍ لخوا په هند كښې د مذهبي اقليتونو په ضد د انتهاخوښۍ هندوتوا نظريې له مخې د تشدد كاروائيو او د اقليتونو د بشري حقونو خلاف ورزو په ضد د نوټس اخستو غوښتنه شوې۔د كل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اېم كيو اېم پاكستان پارليماني مشر خالد مقبول صديقي ووئېل د قرارداد وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي٬ دغسې په اجازه ترلاسه كېدو ده په ايوان كښې قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئېلې شوي دا ايوان د بهارتيه جنتا پارټۍ وياند او لارښودو لخوا د ناوړه خبرو او توهين آمېز الفاظ سخته غندنه كوي٬د دې بيانونو څخه په اسلامي نړۍ كښې سخت غم او غصه رامخې ته شوې او په اسلامي نړۍ او ټوله نړۍ كښې مېشته مسمانان د نبي كريم(ص)سره مينه لري او د قرآن حكم له مخې مومنانو لپاره د نبي كريم(ص)مينه٬په مور پلار او اولاد اوليت لري۔په قرارداد كښې د نړيوالې ورورولۍ څخه په هند كښې د مذهبي اقليتونو د حقونو خلاف ورزو په ضد د نوټس اخستو غوښتنه هم شوې۔دا قرارداد قامي اسمبلۍ په متفقه توګه منظوري كړے دے
د بي جے پي وياند او لارښودو د ناوړه خبرې او توهين آميز الفاظ په ضد قامي اسمبلۍ په سختو ټكو د غندنې او د ذمه وارو په ضد د كاروائۍ قرارداد منظور كړو
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم