ټوکیو ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) اولس ??شر ډاکټر عارف علوی د جاپان وزیراعظم شنزو ایبے سره وزيراعظم آفس كښې ملاقات وكړو او ده سره ئې جاپان كښې د اوسني سمندري طوفان هګي بېس په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس او د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ اولس ??شر ده ته د جاپان باچا په تاج پسرولو مباركي وركړ?? او هيله ئې ولرله چې دې سره به د جاپان اولس لپاره د لا سوكالۍ او پرمختګ نوې دور پېل شي۔ اولس ??شر د دواړو هېوادونو ترمينځھ د دوه اړخيزه ګټورو اړيكو او په خاص توګه د سرمايه كارۍ ٬ تجارت ٬ د بشري وسائلو پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمينځھ رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د پاكستان 60 فيصده آبادي 30 كالو څخه د كم عمر په ځوانانو مشتمل د?? او جاپان كښې آبادي مخ په كمېدو ده۔ اولس ??شر ووئيل د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټو له دوئي ك??رول كېدې شي۔ اولس ??شر په دې مهال مقبوضه كشمير كښی د بشري حقونو د ناوړې وضعې ذكر هم وكړو او د جاپان وزيراعظم ته ئې د كشميري اولس د بنيادي حقونو بحالۍ له په هند د زور را??ړل?? ووئيل۔ د جاپان وزیراعظم د جاپان باچا تاج پسرولو دستوره كښې په ګډون كولو د اولس ??شر مننه وكړ?? او هيله ئې ولرله چې دې ډول دورو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو كښې مرسته ترلاسه شي(وا/وا/1254)۔
اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جاپان وزيراعظم شنزو ایبے سره وليدل۔ د جاپان باچا په تاج پسرولو مباركي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار