اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د نوي مالي كال لپاره د سركاري څانكې كلن پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي)حجم 800 اربه روپۍ د مقرر كولو تجويز وركړے شوے ٬ 100 اربه روپۍ به د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې څرڅ كولې شي٬د پي اېس ډي پي بجټ له په دانشمندانه توګه او د هېواد په ګټه ترتيب وركړے شوے٬روانو پروژو بشپړېدو ته زياته پام لرنه شوې٬بلوجستان د پرمختيائي بجټ مهم هدف دے٬بلوچستان ته د نورو صوبو په مقابل كښې زيات پرمختيائي فنډز وركولې شي دغسې چې هلته روانې پروژې بشپړې كړې شي او نوې پروژې هم پېل شي۔ د نوې مالي كال لپاره د خزانې وزارت د پي اېس ډي پي لپاره 700 اربه روپۍ فنډز د بېلولو وئېلې دي٬ په كال 2018 كښې پرمختيائي بجټ نزدې 1000 اربه روپۍ ؤ ٬په څلورو كلونو كښې دا بجټ تر 2 زره اربه روپو زياتول پكار وو خو تېر كال دا حجم 500 اربه روپۍ پاتې شو كوم چې د كال 2018 په مقابل كښې 50 فيصد كم دے ٬ بلوجستان د پرمختيائي بجټ مهم هدف دے٬بلوچستان ته د نورو صوبو په مقابل كښې زيات پرمختيائي فنډز وركړے كېږي دغسې چې هلته روانې پروژې بشپړې كړې شي او نوې پروژې هم پېل شي۔ د پخوانۍ فاټا ضم شوو ضلعو كښې پرمختيائي پروژو لپاره 50 اربه روپۍ د بېلولو تجويز دے۔دغسې د ګلګت بلتستان لپاره به هم فنډز بېلولې شي۔د نوي مالي كال لپاره شرح نمو 5 فيصد ته نزدې ده كومه چې تېر كال 4.8 فيصد وه۔
د نوي مالي كال لپاره د پي اېس ډي پي حجم 800 اربه روپۍ د مقرر كولو وړاندېز٬ 100 اربه روپۍ به د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ له مخې خرڅ كولې شي
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔