اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) وفاقي كابينې د ځائي او نړيوالې اجاره سكوك پروګرام ، د كورونا درملنه كښې د كارېدونكو انجكشنز بيعه كمولو ، د ټريډ آرګنائزيشن ايكټ ترمخه د اپيلونو تر سره كولو لپاره د كمېټۍ تنظيم نو منظوري وركړې ده دغسې وزيراعظم كروندګرو له په آرزانه بيعه د يوريا سرې په وخت وركولو هم سپارښتنه كړې۔ د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔د غوندې په پيل وزيراعظم ووئېل د پام ائل لپاره د انډونيزيا صدر ته خط ليكلے شوے او وفاقي وزيرِ مخدوم مرتضيٰ محمود ته وئيلي شوي چې د دې معاملې په ذاتي توګه نګراني وكړي،د خوشحالۍ خبره ده چې وفاقي وزير په خپل ذاتي خرڅ د انډونيزيا دوره كړې او د هغه هڅو نه پس دغه مسئله حل شوې او انډونيزيا پاكستان له په ترجيحي بنيادونو د پام آئل وركړه پيل كړې،زه هغه له او د هغه ډلې له مباركي وركوم۔ وزيراعظم د اېف اے ټي اېف په اړه ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او وزيرِ مملكت حنا رباني كھر او د هغوې د ډلي د هلو ځلو ستائنه كوم د چا په منډه ترړه چې د اېف اے ټي اېف مسئله حل شوې، ده ووئېل مونږ د اپوزيشن په حېث د اېف اے ټي اېف په اړه قانون سازۍ كښې په زړه پوري كردار ترسره كړے ، اړوندو وزارتونو او په خاص توګه د خزاني وزارتِ او خارجه وزارتِ په دې لړ كښې مهم كردار ادا كړے ،په دې كښې هيڅ شك نشته چې دا د شريكو څو نتيجه ده۔ ده ووئېل په 2019 ء كښې سرلښكر جنرل هيډكوارټر كښې هم يو سيل جوړ كړے ؤ ، كوم چې د ټولو وزارتونو او محكمو هڅې جامع كولو كښې مهم كردار ترسره كړے ؤ۔ بايد كابينه ټولو اړوندو ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي ځكه چې د شريكو هڅو نه پس دا كاميابي ممكن شوې۔ وفاقي كابينې په غونډه كښې په هېواد كښې د يوريا سري طلب او رَسد په معامله هم غور كړے ۔ د صنعت او پيداوار وفاقي وزيرِ كابينه د ټول تفصيلات څخه خبر كړې ۔ دغسې وزيراعظم كروندګرو له په آرزانه بيعه په وخت د سري وركړه باوري كولو له اړوندو چارواكو ته د ضروري ګامونو پورته كولو سپارښتنه كړې ۔ وفاقي كابينې د تجارت وزارت په سفارش د ټريډ آرګنائزيشن ايكټ 2013 سيكشن 21 ترمخه د اپيلونو تر سره كولو لپاره د كمېټۍ تنظيم نو منظوري وركړې ،تنظيم نو نه پس به د تجارت وزير د درې كسيزه كمېټۍ كنوينئر وي دغسې د صنعت او پيداوار وزير او د هوا بازۍ او ريلوے وزيران به د دې غړي وي۔ كابينې د خزانه ډويژن په سفارش د ځائې او نړيواله اجاره سكوك پروګرام جاري كولو هم منظوري وركړې ۔ وفاقي كابينې د روغتيا قامي وزارتِ په سفارش د كورونا درملنه كښې د كاروېدونكې mg 100 Remdesivir Injections بيعه 2308.63 روپو څخه 1892 روپو ته د راوستلو هم منظوري وركړې ۔ دغسې كابينې له د اروپائي ائتلاف د اړخه پاكستان له د وركړو جي اېس پي پلس آسانيو اهميت، افاديت او مهم خدوخال باندې تفصيلي بريفنګ وركړے شوے۔ كابينې ته ووئيل شول جي ايس پي پلس د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه دوه اړخيزه تجارت ته ودې وركولو له ګټه ور دے ځكه چې جي اېس پي پلس آسانيو نه پس د دوي ترمينځه تجارتي حجم زيات شوے۔ كابينه په دې لړ كښې اداره جاتي انتظامات په اړه په تفصيل سره خبر كړې شوې ۔۔ دا خبره د اطمينان وړ ده چې اروپائي ائتلاف په موجوده حكومت د اعتماد څركندونه ګړې ځكه چې موجوده حكومت د معاشي صورتحال ښه كولو لپاره سنجيده اقدامات كوي۔ سندھ، پنجاب، خېبرپښتونخوا او بلوچستان چيف سيكرټريز كابينه د جي ايس پي لګولو شرائطو عملي كولو له د ضروري قانون سازۍ پيشرفت څخه خبر كړې ۔ دغسې وزيراعظم په دې مهال جي ايس پي پلس په شرائطو عملدرآمد باوري كولو له اړوندو وزيرانو ، صوبائي حكومتونو او وزارتونو ته سپارښتنه وكړه چې هر ډول معاونت لپاره زما دفتر سره رابطه كولې شئ خو په دې لړ كښې به هيڅ قسم خنډان ونه زغملے شي ۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ ځائې او د نړيوال اجاره سكوك پروګرام ، د كورونا درملنې لپاره د انجكشنز بيعه كمولو، د ټريډ آرګنائزيشن ايكټ ترمخه د اپيلونو تر سره كولو لپاره د كمېټۍ تنظيم نو منظوري
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ