اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف ګورنر هاٶس لاهور كښې د كابينې خاص غونډه د جمعې په ورځ رابللې ده ٬ په دې موقع به مقبوضه كشمير كښې په بيړه د خرابېدونكې وضعې جاج اخستلې شي۔ غونډه كښې به مقبوضه كشمير كښې د كشميري لارښود برهان واني د وژلو نه پس د سيمې په خرابېدونكې وضعه او د بې ګناه كشميريانو په ضد د هند امنيتي ځواكونو د ظالمانه كاروائي هم جاج اخستلې شي۔دې څخه وړاندې د وزيراعظم په سپارښتنه هندي هائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللې شوې ؤ او ھغه مقبوضه كشمير كښې په خرابېدونكې بشري صورتحال او د هندي ځواكونو په كشميريانو د زيات شوي ظلم په حقله د پاكستان حكومت لخوا د سخت تشويش نه خبر كړے شوے ؤ ٬ دې سره سره په سلامتي كونسل كښې د ټولو مستقلو هېوادونو سفيران هم مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ په كشميريانو د ظلم نه خبر كړې شوې ۔ وزیراعظم نواز شریف به په دې حقله كابينه باور كښې اخلي او په دې لړ كښې به د سباٶن تږ لره جوړولې شي۔
وزیراعظم محمد نواز شریف ګورنر هاٶس لاهور كښې د كابينې غونډه راوبلله
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل