ریاض ۔ 17 جولائی (اے پی پی) سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير منظور الحق وئيلي دي عبد الستار ايدھي يو انسان نه بلكې يو سوچ ٬ يو فكر او يو نظريه ؤ۔ ايدھي د كوم رنګ ٬ نسل او عقيدې نه لرې د انسانيت خدمت كښې مشغول پاتے شوے او د نړۍ تر ټولو لوئے اېمبولېسن سروس ئې جوړ كړ??۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده رياض كښې د نوم??ړي سماجي كاركن عبد الستار ايدھي په ياد كښې د دعا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ايدھي به د هغه كوچنيانو كوم به چې مور پلار پرېښودل او يا د هغه مور پلار كوم به چې خپلو بچو پرېښودل د سرپرست كردار ترسره كولو۔ هغه مريض د چا چې څوك خ??ال كوؤنكي نه ؤ ايدھي به د هغوي خيال ساتل??۔ د ده د مركز دروازی هر وخت پرانستلې وې۔ سفیر ووئيل ايدھي مركز د لاوارث كوچنيانو كور ؤ چرته چې په 1999 ء كښې 22 زره لاوارث كوچنيان وو۔ اوس به ددې شمېره يقينا زياته وي۔ ایدھی صاحب ټول هې??اد كښې نزدې 400 ایدھی مركزونه جوړ كړل۔
ايدھي صاحب ته دې نوبل پرائز وركړے شي دا به دې انعام له پخپله د درناوي خبره وي۔ سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير منظور الحق د عبد الستار ايدھي په ياد كښې د دعا دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ