پارا چنار 30 جون (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دې چې د ترهه ګرۍ په ضد مونږ ډېرې قربانۍ وركړې ډي مونږ به ضرور بريالي كېږو٬ زمونږ دښمن زمونږ حوصلے ماتول او مونږ نه شي وېشلے۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جمعې په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه د پارا چنار دوره كړې چرته چې ورته د سيمې د مجموعي امنيت او د اوسنۍ ترهه ګرۍ پېښې پحقله تفصيلي بريفنګ وركړې شوې۔ د پوځ سرلښكر ځائي مشرانو او په دهرنا كښې ناست د اولس نمائنداګانو سره ملاقات او د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه ۔ جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل د خارجي دورې او د خراب موسم له كبله دلته په راتګ كښې تاخير شوې۔ سرلښكر د اېف سي او ځائي انتظاميې د هلو ځلو اعتراف كولوس ره ستائنه وكړه ۔ سرلښكر ووئيل چې په كرم اېجنسۍ كښې تر اوسه د اېف سي 126 ځوانان شهيدان او 387 ژوبل شوي ۔ سرلښكر د اېف سي د پېشه وارانه فورس بې لوث خدمت ته پېرز??نې وړاندې كړې۔۔ دې څخه وړاندې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په دهرنا كښې ناستو د اولس نمائندګانو سره وليدل او د ھغوي خبره ئې واورېدله۔ سرلښكر ووئيل چې په انتظامي تحفظات به د انتظاميې په مرسته لرې كړې شي۔ په دې موقع د امنيتي مېكنزم پحقله وړاندېزونه هم وركړې شول۔ سرلښكر ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركول وي٬ د پارا چنار اولس په غوښتنه سرلښكر پارا چنار كښې په پوځي دستو كښې زياتوالې او د سېف سټي منصوبې اعلان وكړو٬ دې سره به امنيتي انتظامات لا ښه شي۔ده ووئيل په ټوله افغان پوله د ازغن تار لګولو عمل شر??ع كړے شوے ٬ په وړومبي پړاٶ كښې ھغه حساس سيمې چرته چې ترهګر د داخلېدو هڅې كوي لګول كېږي او دغسې په دوېم پړاٶ كښې به په ټوله پوله ازغن تار لګولې شي۔ ده ووئيل چې د اېف سي ډلو لخوا د ډزو د معاملې به بشپړه پلټنې كولې شې او ذمه وار به د قانون منګلو ته سپارلے شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د اېف سي كور كمانډر د مخكښې نه بدل كړې شوے دے ۔ ده ووئيل د اېف سي په ډزو كښې څلورو شهيدانو او ژوبل شولو ته جلا معاوضه اېف سي وركړې ۔ده ووئيل آرمی پبك سکول پاراچنار به د مېجر غلام شهید په نامه كولو او دې ته به د كېډټ كالج درجه هم وركولے شي۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ټراما سنټر به جوړولے شي او سول انتظاميه به روغتون اپه ګرېډ كوي
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د پارا چنار دوره
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس