اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د عوامی جمهوریه چین د سټيټ قونصل دوهم وزیراعظم وانګ یی د اعلیٰ كچ پلاوي سره د پاکستان په دوه ورځنۍ سرکاری دورې د اتوار په ورځ اسلام آباد ته رارسيدلې۔په هوائی ميدان اعلی چارواكو د هغه تود هركلې وكړو۔د خارج دفتر له مخې دوهم وزیر اعظم وانګ یانګ د چین اولسمشر شی جن پنګ په سپارښتنه د پاکستان 70مې آزادۍ ورځ دستورو كښې ګډون په غرض د پاکستان په دوره دې۔ په دې مهمه موقع د هغه دوره د دواړه هېوادونو ترمينځه په مرسته اډانه د ستراتيجكي پارټنر شپ عکاسي ده۔ پاکستان كښې د خپلې دورې په مهال به د چین دوهم وزیر اعظم (نن) د ګل په ورځ په 14اګست د خاص ميلمه په حیث د بيرغ هسك كولو دستوره كښې ګډون كوي او د اولس مشر ممنون حسین او وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی سره به ملاقات هم كوي۔ دې نه ځانله د چین دوهم وزیراعظم به سی پیك پراجیکټس پرانستې دستوره كښې هم ګډون كوي او د دواړه هېوادونو ترمينځه د اېم او یوز او لوظنامو لاس ليك دستوره كښی به هم موجود وي۔
د عوامی جمهوریه چین دوهم وزیراعظم وانګ يی په دوه ورځنۍ سرکاری دوره اسلام آباد ته راورسيد
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی