نړھ كهوټه 04 نومبر(??ے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې پاكستان كښې په اقتصادي او دف??عي مېدان كښې پرمختګ د مسلم ليګ(ن)په دور كښې شوې٬د بل سپكاوې كونكي پرله پسې دروغ ويونكي او ناوړه ژبه كارونكې كله هم د پاكستاني اولس لارښود جوړېدے نه شي٬پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لار روان ??ے٬??خالفين د پرمختګ په لاره كښې خنډان راولاړوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې پھ ورځ نړھ كهوټه كښې يوې اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔غونډې ته د پاكستان مسلم ليګ(ن)چيئرمېن راجه ظفرالحق٬د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي او صوبائي وزير راجه اسرار اشفاق سرور هم خطاب وكړو۔وزيراعظم په خپل خطاب كښې د تحصيل هېډكوارټر روغتون نوې جوړولو٬ 12 سكلونو ته د ه??ئير سكنډري سكولونو درجه وركولو٬ د جينكو كالج جوړولو او په كهوټه او كلهر سيداں كښې د 100 كلوميټره سړكونو جوړولو له د فنډز اعلان وكړو۔وزيراعظم ووئيل د مسلم ليګ(ن)په حكومت كښې اتومي چاودنې كولو سره د هېواد دف??ع مضبوطه كړی شوه٬د پرمختګ او څوكالۍ له موټرويز جوړې شوې٬د برېښنا او ګاز منصوبې پیل كړی شوې٬په كشمير نړيوال ضمير بېدار كړی شو٬ګوادر څخه تر خنجراب لاره جوړولې شي
پاكستان كښې په اقتصادي او دفاعي مېدان كښې پرمختګ د مسلم ليګ(ن) په دور كښې شوې
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن