اسلام آباد۔27جولائي (اے پي پي)پاك افغان دوه ورځنےميډيا كنكليو به د شورو ورځې څخه اسلام آباد كښې پېل كېږي ٬ د دې تابيا د پاك افغان يوته فورم انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزارت په مرسته شوې ٬ ميډيا كنكليو كښې به د پاكستان اوافغانستان د ميډيا اوابلاغ عامه څانګو پوهان د دواړو هېوادونو تر مينځه د ميډيا په مرسته٬ د شريكو رابطو زياتولو٬ د ميډيا د لارې جامع اقتصادي راهداري په جوړولو ، د سي پېك د لارې په منطقه كښې ځوانانو لپاره د پېدا شوو موقعو، لوبو او كلتوري هلو ځلو څخهد مرستې زياتولو پشمول مشتركه اقتصادي ګټې لپاره په اقدامات او امكانات غور كوي۔ د دوه ورځنۍ ميډيا كنكليو په پرانستې غونډه كښې به د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خاص مېلمه وي او په دې موقع به كليدي خطاب هم كوي۔ د انتظاميې لخوا د جاري شوې كرڼلارې له مخې د كنكليو په وړومبۍ ورځ به د پاكستان اوافغانستانميډيا ترمېنځه په مرسته مباحثه كېږي٬ په دې مباحثه كښې به د پاكستان لخوا نسيم زهره٬ هارون رشيد او سفيرمنصوراحمدخان او د افغانستان لخوا جاوېد هاشم كاكړ، شګفته صديقي اورابعه سادات برخه اخلي او د ماډريټر وظيفه به ناديه نقي ترسره كوي٬ په وړومبۍ ورځ دوېمهناسته كښې به د دواړو هېوادونو ګډون كوٶنكي جامع اقتصادي راهداري جوړولو كښې د ميډيا په كردار خبرې كوي چې پكښې د پاكستان څخه حسن خان، د قامي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار او د افغانستان څخه اسد كھوسه، عرفان سينان اوزهره صديقي شامل دي۔ اطلاعات لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چئيرمېن سنېټرفېصل جاوېد به دګيسټ آف آنر په توګه كليدي وېنا كوي۔ دپاك افغان دوه ورځني ميډيا كنكليو په دوېمه ورځ وړومبۍ ناسته كښې به د تفريحي صنت او د سپورټس ژرنلزم د لارې د رابطو په وده مباحثه كېږي چې پكښې به پاكستان څخه جاوېدشېخ، طاهرخان اوعثمان پيرزاده او دغسې د افغانستان څخه به فريدالدين عظيم اوابراهيم مومند برخه اخلي۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب به په دې موقع كليدي خطاب كوي٬ په دوېمه ناسته كښې به د مباحثه موضوع د امن راهداري- سي پېك، پرمختګ او د ځوانانو آبادي وي چې پكښې به هارون رشيد خپله رائے وړاندې كوي او د قامي اسمبلۍ غړې عندليب عباس به كليدي خطاب كوي٬ د دوه ورځني ميډيا كنكليو په پائې سېشن كښې به ډپټآ سپيكر قاسم خان سوري خاص مېلمه وي او په دې موقع به كليدي وېنا كوي
پاك افغان دوه ورځنےميډيا كنكليو به د شورو په ورځ اسلام آباد كښې پېل كېږي٬ د دواړٶ هېوادنو د ميډيا او ابلاغ عامه پوهان به د مرستې په زياتولو ٬ د مشتركه اقتصادي ګټې په اقدامات غور كوي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia