لاهور 13 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په ټول هېواد كښې د صنعتي پرمختګ لپاره وفاقي او صوبائي ادارې په ګډه كار كوي٬حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ زياتوالي او كاروبار لپاره د ساز ګار ماحول وركړې لپاره اقدامات كوي٬مهمو پروژو ته د پام لرنې سره به په دې كار لا تند كړے شي٬په ګوجرانواله كښې په ريجنل اكنامك ګروته سټرټيجي د عمل نه پس به نورو صنعتوني ښارونو ته هم پرمختګ وركړے شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ګوجرانواله ډويژن لپاره د ريجنل اكنامك ګروته تګلارې د پېشرفت د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن٬شفقت محمود٬وزير مملكت فرخ حبيب٬خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل٬د پنجاب اعلٰی وزير سردار عثمان بزدار٬صوبائي وزيرانو مخدوم هاشم جواں بخت٬ميا اسلم اقبال٬د پنجاب اعلٰی وزير صلاحكار ډاكټر سلمان شاه او اړوند اعلٰی افسران هم موجود وو۔په غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيل شول د پلان له مخې د ګوجرانواله په نړيواله كچه د پروډكشن مركز جوړولو لپاره په پروژو كار په تندۍ سره روان دے٬د پروژو له مخې د كركيلې٬صنعت او سروسز په څانګو كښې د حكومتي اقدامات سره به تندي رامخې ته شي او سرمايه كاري به زياته شي٬دغسې مهم صنعتونه د سترو لارو سره تړل٬د كروندګرو پیداوار تر منډيانو رسول٬ د ځنګلونو٬كبانو فارمنګ او د انفراسټركچر ښه پلان د پروژې برخې دي ٬ وزيراعظم ته ووئېل شول سپېشل زون فعالول او دغې ته د څرمنې صنعتونه د منتقل كولو كار په تندۍ سره روان دے٬د وړوكې پيمانې صنعت لپاره زون هم فعالولې شي د كوم كار به چې ډېر زر بشپړ كړے شي۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې روانې پروژې دې په ټاكلي موده كښې بشپړې كړې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګوجرانواله ډويژن د ريجنل اكنامك ګروته د تګلارې په پېشرفت د جاج اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل