اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د يوريا سرې بورۍ د جون مياشتې ختمېدو نه وړاندې كروندګرو ته د وركولو رولنګ وركړے ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير خواجه آصف ايوان ته ووئيل پنځلس شل ورځې پس پشكال ماتېدونكے دے او د ورېژو فصل په سيمو كښې د كر سيزن هم دے، دا مهال اېن اېف اېام اېل ٬ او اېن اېف سي سره تقريباً 20 لكه بورۍ يوريا پرته ده، د كومې چې د جون د ختمېدو نه وړاندې وېشل دي٬ ده ووئېل زه خواست كوم چې كروندګرو ته د يوريا سره د تاخير نه غېر وركړې شي۔ په دې سپيكر ووئيل زه باور وركوم چې د صنعت او پېداوار وزارت به په دې لر كښې اېكشن واخلي او كروندګرو ته به په وخت يوريا وركول باوري كړي
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔