اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د ترهګرۍ په دوو پېښو كښې د پاك پوځ د شهيدو شوو ځوانانو كورنيو سره د ټېلي فون د لارې غمرازي ښكاره كړې ده۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر په شمالي وزيرستان كښې د مئي په 23مه نيټه بريد كښې د پاك پوځ د شهيد شوي ځوان كورنۍ سره ټېلي فوني تماس كښې د غم دړد څرګندونه كړې ۔ صدر د پوځي رحيم ګل او پوځي ظهور كورنۍ سره هم په ټېلي فون غمرازي ښكاره كرې۔ صدر د مئي په19مه نيټه په سوئيلي وزيرستان چاٶدنه كښې د شهيد شوي حوالدار محمد سنور كورنۍ سره هم خبرې كړي ۔ دغسې صدر د پاك پوځ شهيدانو ته په وطن ځان قربانولو پېرزوئنې وړاندې كړي۔ ډاکټر عارف علوي په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د غم دړد او خواخوږۍ څرګندونه كړې
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر