د پاكستان ورځ: د قام او لارښودو اسلامي فلاحي رياست لپاره د لوظ پخلے


 

رپورټ: خواجہ بابر فاروق

پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي

د پاكستان ورځ د مارچ 23مه نېټه نه يوازې د پاكستان بلكې د اسلامي نړۍ په تاريخ كښې هم  خاص اهميت لرونكې ورځ ده. په دې ورځ د  نيمې وچې ﴿برصغير﴾ مسلمانانو د يوې نظرئې په بنياد خپل جلا وطن لپاره نه يوازې تاريخي قرارداد منظور كړے بلكې خپلې هڅې  ئې پېل كړې وې او يوازې په 7 كلونو كښې د ځانګړي تحريك او د قدر وړ قربانيو په نتيجه كښې دا هېواد ” پاكستان ” جوړ شو. د مارچ په 23مه نېټه كال 1940م كښې د هند مسلمانانو د خپل جلا قامي تشخص سره خپل ځان لپاره د يو منزل ټاكنه كړې وه كوم چې د يو اسلامي فلاحي رياست د جوړولو منزل ؤ. هم دا وجه ده چې د پاكستان جوړېدو نه پس د يو قام، يو منزل سوچ تر مخه ټول قام د هر ډول تړون يو خوا ته كولو سره دا ورځ په ملي ولوله او جذبه لمانځي او د خوږ وطن اغراض او مقاصد تر سره كولو سره د پاكستان د موسسانو خوبونو ته تعبير وركولو لپاره د هر ډول فرق او سياسي مصلحت نه بغېر د يو پرمختللي، خوشحال او په دفاعي لحاظ ناقابل تسخير هېواد لپاره په انفرادي او اجتماعي كچه هڅې كولو له د لوظ پخلے كوي

د پاكستان ورځې په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ” اے پي پي ” سره په خبرو كښې ووئيل  د مارچ 23مه نېټه زمونږ د تاريخي اهميت مهمه ورځ ده. په دې ورځ مونږ خپله آزادي په بشپړه توګه لمانځو ځكه چې د مارچ په 23مه نېټه د پاكستان قرارداد منظور شوے ؤ. زه وايم چې لا خو منزل ته رسېدل پاتي دي خو مونږ د منزل پلو سفر پېل كړے. د قامي اسمبلۍ سپيكر هيله څرګنده كړه چې انشاء اللہ پاکستان به هغه پاكستان ضرور جوړېږي د كوم خوب چې زمونږ مشرانو ليدلے ؤ او كوم چې د هغوي وژن ؤ. سپيكر ووئيل اوسنے حكومت د قائداعظم وژن له مخې اقدامات كوي. ده په دې موقع د وطن دفاع استحكام لپاره د وسله والو ځواكونو كردار ستائيلو سره ووئيل  پاك پوځ زمونږ د هېواد ډېره لويه او قېمتي اثاثه ده او هغه د پاكستان په سلامتيا او خوشحالې كښې مهم كردار لري. ده ووئيل هغو ځوانانو ته په خاص توګه پېرزوئنې وړاندې كوم ، كوم چې په پولو د خوږ هېواد دفاع لپاره فرائض ترسره كوي. ده ووئيل بايد د پاكستان ورځ په ښه ډول ولمانځلې شي. بايد سكولونه، كالجونه او د هر ډول مكاتب فكر خلق د دې ورځې په لمانځلو كښې برخه واخلي چې دغسې معلومه شي چې پاكستانيان يو ژوندے او جوش لرونكے قام دے

د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان د پاكستان ورځې په پس منظر او مقصد فكري رڼا اچولو سره يو شمېر سختې پوښتنې هم وكړې. ده ووئيل  زمونږ مشرانو پاكستان ولې جوړ كړے  ؤ ؟ د پاكستان مطلب څه  ؤ ؟ آيا پاكستان د ’لا الہ الا اللہ محمد رسول اللہ‘ په نظام چلولو لپاره سمې هڅې هم شوي؟ د دې اقتصادي نظام څه پكار ؤ ؟ يوازې عدالتي انصاف پكار دے يا معاشرتي انصاف هم ؟ آيا مونږ يو ښه نسل رامخې ته كړے؟ ده ووئيل  دا داسې پوښتنې دي چې  مونږ له ئې ځواب وركول پكار دي . بس جذباتي نعرې ډېرې وهلې شوي. جذباتي نعرې نه عملي كار پكار دے. په دې موقع علي محمد خان هر چا له د خپل ځان احتساب ضرورت رامخې ته كولو سره ووئيل د مارچ په 23مه نېټه زما پېغام هم دا دے چې د خپل ځان احتساب په خپله وكړو . فكر وكړو چې آيا زه هغې چوكۍ سره انصاف كوم ، په كومه چې زه ناست يم، آيا مونږ هغه ذمه وارو سره انصاف كوو كومې چې په انفرادي يا اجتماعي توګه زمونږ پغاړه دي. ده ووئيل بايد د مارچ په  23مه نېټه مونږ خپل احستاب وكړو چې د يو فرد په حېث ما دې هېواد لپاره څه كړي  ؟ د كوم په بنيادونو كښې چې د لكونو په شمېر د مسلمانانو وينه شامله ده او كوم لپاره چې نن هم په سرينګر كښې وينه بهېږي ځكه چې هغوي وائي مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دےاسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره د پاكستان تحريك انصاف د هڅو او كاميابو ذكر كولو سره د پارلماني چارو وزير ووئيل نن زمونږ تر ټولو لويه كاميابي دا ده چې وزيراعظم عمران خان د ” سټېټس كو” په ضد ولاړ دے . په دې كښې شك نشته چې اولس ډېرې ستونزې لري لكه د ګرانۍ مسئله ده او وزيراعظم عمران خان هم د دې احساس لري خو زما په نظر زمونږ تر ټولو لويه كارنامه دا ده چې په دې هېواد كښې مو كرپشن يوه اېشو جوړه كړې. په دې هېواد كښې د ظلم او خپلوانو ته د ګټې رسولو په ضد يو ګوند اودرېدلے. ده ووئيل تحريك انصاف په يو بيانيه ولاړ دے  چې كه دا هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي نو په مېرټ، انصاف او په احتساب به وړاندې تلل وي. مونږ په دې څومره عمل كړے، وخت به په خپله د دې پرېكړه وكړي خو عمران خان يوه بيانيه وړاندې كړې. مېنځنې طبقې او غريبانانو له ئې ژبه وركړې چې كه چرته درسره ظلم كېږي، ناانصافي كېږي، نو راپاسه ، خپل حق لپاره راپاسه او ځكه خو عمران خان په دې مېدان كښې يوازې ولاړ دے. هغه سټېټس كو سره سره هېڅ تعلق نه لري. د نورو 11 ، 12 ګوندونو مشران رايو ځاے شوي، دوي غواړي چې د سټېټس كو قيصه روانه وي . ده ووئيل زما نيكه پير محمد خان د آل انډيا مسلم ليګ يو ادنٰا كاركن ؤ. اوس ئې نمسي ته الله موقع وركړې، نيكه مو چې د هېواد په جوړولو كښې برخه اخستې، نو مونږ هم د دې هېواد بچ كولو لپاره راوتلي يو. راځئ چې په ګډه دا وطن اوساتو او چې د تحريك پاكستان فكر راژوندے كړو

د جماعت اسلامي پاكستان امير سراج الحق ووئيل په انساني تاريخ كښې د پاكستان وجود موندل يو  لوي زېرے دے او د مدينه منوره د اسلامي رياست نه پس په نړۍ كښې دا دوهم رياست دے كوم چې خالص د نظرئې په بنياد جوړ شوے او د مارچ د 23مې نېټې قرارداد په دې كښې مهم سنګ ميل ؤ.په  ډېر خلوص خلقو هڅې كړي او په لږه موده كښې ئې دې خوب له تعبير وركړے. ده ووئيل د قانون بالادستي ، د عدل او انصاف حكمراني د قائداعظم محمد علي جناح بنيادي وعده او نعره وه خو په افسوس ناكه توګه د 74 كالو تېرېدو نه پس هم مونږ دې منزل ته ونه رسېدو. د جماعت اسلامي امير ووئيل د يو حقيقي او خوشحال پاكستان په خاطر مونږ له د قائداعظم محمد علي جناح د وژن په خاطر هڅې كول دي او نوے نسل د پاكستان جوړولو د مقصد نه خبرول دي او يو داسې رياست لپاره هڅې كول دي كوم چې اسلامي هم وي، پرمختللے هم وي او خوشحال رياست هم وي. دغسې چې نړۍ لپاره يو ماډل شي. سراج الحق ووئيل د 74 كلونو نه سټېټس كو ده. نن د نوټ عزت دے، د ووټ عزت نشته او چې څوك پېسه لري، هغه پارلمان ته راځي او د پېسې په بنياد چې كوم خلق دغلته  راشي، هغه حكومت خپلو ګټې لپاره كاروي قام لپاره نه. ده ووئيل نوي نسل ته مونږ هم دا خوست كوو چې خپل فرائض پوره كړي، د الله دې شي او د دې نه پس دې پاكستان لپاره كار وكړي

د پاكستان پيپلز پارټۍ لارښود او د كورنيو چارو پخواني وزير سېنېټر رحمان ملك ووئيل د مارچ د 23مې نېټې كال 1940م د ورځې او بيا د آزادي ترلاسه كولو نه پس چې په كوم انداز مونږ مخ په وړاندے روان وو، قلم هيله لرله چې د سياستمدارو، مخوريزو خلقو او د دانشورانو پشمول د ټولنې هر يو مكتب به هم په دې انداز مخ په وړاندې لاړ شي لكه څنګه چې د قائداعظم درس ؤ خو له بده مرغه زمونږ د پرمختګ هغه رفتار برقرار پاتې نه شو. زه هيله لرم چې كومې قربانې پاكستان جوړولو لپاره وركړې شوي، يوازې د هغې تر مخه به هر يو پاكستانے هېواد لپاره كار وكړي. زما دعا ده چې مونږ يوازې د جمهوريت پګړې په سر نه كړو بلكې هغه كار هم وكړو كوم چې جمهوريت په اصل كښې زمونږ نه غواړي. ده ووئيل بايد مونږ مايوسه نه شو، بايد چې مونږ خواري وكړو او خپله لائحه عمل ولټوو او چې په دې كار وكړو نو الله به زمونږ مرسته وكړي. رحمان ملك حكومت ته ووئيل راتلونكي نسل او په خاص توګه د بې روزګاره ځوانانو بهترې لپاره لار ولټوې ، د دوي اطمينان لپاره كار وكړې ځكه چې كه ځوان نسل لپاره كار ونه كړے شي نو پاكستان به پرمختګ ونه كړي۔

.

د سېنېټ د دفاعي پېداوار قائمه كمېټې چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عبدالقيوم ووئيل الله تعالٰی په خپل فضل و كرم مونږ ته يو خپلواكه هېواد راكړے، دا د لوي څښتن يو ډېر لوي نعمت دے كوم چې د رمضان المبارك په 27مه نېټه جوړ شوے . ده ووئيل  دا اتفاق نه ؤ، دا د الله تعالٰی انتخاب ؤ، مونږ ډېر څه ترلاسه كړي  خو د خپلې كوتاهې په سبب مو هغه څه ترلاسه نه كړے شول كوم چې پكار وو. ده ووئيل  نوي نسل ته معلومه نه ده چې د نيمې وچې د تقسيم نه وړاندې د مسلمانانو څه حالت ؤ خو اوس دوي دا خو لېدے شي چې نن په هند كښې دننه د مسلمانانو حالت څه دے. ده ووئيل د ډېرو قربانو په نتيجه كښې د ترلاسه شوې آزادۍ تحفظ لپاره به مونږ له ذاتي قربانې وركول وي. مونږ له به مخ په وړاندې كتل وي. مونږ ته به د خپلې انا نه وړاندې كتل وي. ده ووئيل سياسي مشرانو له به يو بل سره اوږه په اوږه وړاندې تلل وي كه هغوي په حكومت كښې دي يا په اپوزيشن كښې. بايد وركنګ ريلېشن ضرور وي. زه دا هم وئيل غواړم چې بايد يووالې او اتفاق وي، په مېرټ دې خلقو ته د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ټكټ وركړے شي چې دغسې هغه خلق راوړاندې شي كوم چې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي او د هېواد او قام خدمت وكړي.

لېفټېننټ جنرل﴿ر﴾ عبدالقيوم ووئيل د يو پاكستاني په حېث دا خواهش لرم چې حكومتونه پنځه كاله وچلېږي، لس يا پنځلس كاله دې وچلېږي، تسلسل دې وي خو چې هغه كاروائي اوښائي. ده ووئيل زه د پاكستان يوتھ پارلمان منتخب رهبر يم او په څلورو واړو صوبو كښې مونږ اسمبلۍ جوړې كړي. د پاكستان په ورځ به زه دوي ته د اقبال په قول هم دا ووايم چې

 ”تو راہ نوردِ شوق ہے منزل نہ کر قبول

  لیلیٰ بھی ہم نشین ہو تو محمل نہ کر قبول”

ده ووئيل ځوانان دې راوړاندې شي، حوصله دې نه بائيلي، دوي د سباٶن مشران دي، د مضبوط ايمان، ثابت قدمۍ او حوصلې په څرګندونه به بريالي شي.

د اولس استازو ، د مختلف مكاتب فكر شخصيات او د سياسي ګوندونو د مشرانو رائې تر مخه په ځاے وئيلے شي چې پاكستاني قام په مختلف څانګو كښې لوئې كارنامې ترسره كړي خو د پاكستان جوړولو مقصد ترلاسه كولو او خوږ وطن په رښتينې معنٰی اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره يو ځل بيا د مارچ د 23مې نېټې كال 1940م  غوندې د جذبې او ولولې بېدارولو ضرورت دے او  مونږ ټولو له به د يو قام، يو منزل د وفا لوظ پخلي سره د هېواد او قام خدمت كول وي( په مننه د اے پي پي )

.

.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس