اسلام آباد 22??ار??(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د ??اك??تان او تركيې ترمينځه د اوږې مودې تاريخي٬ د ملګرتيا او د ورورولۍ اړيكې دي٬د تركيې اولس د تېرې مياشتې زلزلې نه پس د رامخې ته شوي سخت صورتحال مړانه سره مقابله وكړه ٬تركيې تېر كال د سخت س??لاب نه پس د ??اك??تان بشپړه مرسته كړی په دې د تركيې اولس او حكومت مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ دتركيې زلزله ځپليو لپاره د ??اك??تان نېشنل ډونرز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې د كوم اهت??ام چې نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي(نسټ)د تركيې سفارتخانې او تركش ايروسپيس په مرسته كړې و۔ دستوره كښې د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري او په ??اك??تان كښې تركيې سفير مهمنت پچاچی نه علاوه د يونيورسټۍ فيكليټۍ غړو او ګڼ شمېر زده كونكو ګډون وكړو۔صدر مملكت زلزله ځپليو لپاره د محفوظ ودانيو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل چې د دې سره په ځاني او مالي زيان كمېدو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔صدر مملكت ووئيل چې د تركيې او نيمې وچې اولس ترمينځه د سلګونو كلونو پخوانې اړيكې دي۔ ډاكټر عارف علوي تېره شپه ??اك??تان كښې د راغلې زلزلې ذكر كولو سره ووئيل چې د زلزلې په مهال احتياطي تدابير اختيارول ضروري دي دغسې چې د بشري ځانونو د زيان مخ نيوې وشي۔ دې څخه وړاندې د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري په خپل خطاب كښې په ډونرز كنفرنس كښې په ګډون د صدر مملكت مننه وكړه۔ده ووئيل چې په تركيه كښې تېره مياشت د زلزلې له امله سخت ځاني او مالي زيان شوې۔د زلزلې څخه د زيان تخمينه 35 ارب ډالر ده٬د زلزلې له امله په ځپليو سيمو كښې زياتره ادارې د مرستې او بحالۍ كار كوي كومو ته چې وسائل پكار دي۔ده ووئيل چې د زلزلې څخه سمدستي وروستو نېشنل يونيورسټي سائنس اينډ ټيكنالوجي تركيې ته د مرستې ??ام??ن لېږلې او د تركيې او سوريه لپاره په مجموعي توګه تراوسه د مرستې ??ام??ن پشمول 8 کنسائنمنټس لېږلې شوې دي۔ په دې موقع د وېنا كولو په مهال د تركيې سفير مهمت پيكاسي ووئيل چې په ??اك??تان كښې تېره شپه د زلزلې له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل په تركيه كښې د زلزلې څخه وروستو ??اك??تان د تركيه هر ممكنه مرسته كړې۔ده ووئيل چې د زلزلې نه پس د فرورۍ په 7مه نېټه د اېن ډي اېم اے ډله تركيې ته رسېدلې او د ملبې څخه يۍ لويې شمېر خلك ژوندي راويستلي٬د نسټ نه علاوه د ??اك??تان سول سوسائټۍ هم بشپړه مرسته كړې۔ده ووئيل چې د زلزله ځپليو لپاره اېن ډي اېم اے تراوسه 50 زره ونټر ټينټس لېږلې دي٬د ??اك??تان څخه په خېمې او يو نيم لك كمبلې د زلزلې ځپليو لپاره لېږلې شوي دي۔ده د تركيې اولس او حكومت لخوا په مرسته د ??اك??تان مننه وكړه
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د تركيې زلزله ځپليو لپاره”پاكستان نېشنل ډونرز كنفرنس”ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری