اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې بلوچستان كښې ګاونډي هېوادونو سره د تجارتي كراسنګ پوائنټس د شمېرې زياتولو ضرورت دے٬په كراسنګ پوائنټس كښې اضافې سره به په بلوچستان كښې معاشيې چارې وده وكړي او د برآمداتو حجم به زيات شي٬د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د ګل په ورځ په بلوچستان كښې د پولې او د تجارت انتظام په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬د خزانې وزير شوكت فياض ترين٬د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا٬ د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو٬د بلوچستان د كورنيو چارو سېكرټري او چيف سېكرټري ګډون وكړو۔صدر مملكت اړوند ادارو ته هدايت وكړو چې دوي دې د هېواد په برآمداتو كښې اضافې لپاره د تاجرانو آسانيو لپاره اقدامات وكړي۔صدر مملكت ووئيل چې اړوندې ادارې دې په كاروبار كښې آساني پېدا كولو او د بلوچستان څخه نورو صوبو ته د څيزونو رسنه ښه كولو لپاره عملي اقدامات وكړي۔ده ووئيل چې د پېټروليم وزارت سره مې د بلوچستان په لرې سيمو كښې د پېټرول پمپس ضروريات پوره كولو لپاره خبرې كړې دي۔د ګوادر او كراچۍ ترمينځه سفر آسانولو لپاره په مكران كوسټل هائي وے د اضافي پېټرول پمپس ضرورت دې۔په غونډه كښې صدر مملكت ته د بلوچستان اولس او د تاجرانو د ستونزو په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔
بلوچستان كښې ګاونډي هېوادونو سره د تجارتي كراسنګ پوائنټس د شمېرې زياتولو ضرورت دے۔د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په بلوچستان كښې د پولې او ټرېډ منيجمنټ په اړه غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores