اسلام آباد۔7مارچ(اے پی پی) درې ورځنې رنګا رنګ مېګا ‘اسلام آباد ټورازم فېسټول’ د اتوار په ورځ پايې ته ورسېد۔ په دې فيسټيول كښې اېډوېنچر ټورازم سیمینار كښې د توان وفاقی وزیر عمر ایوب خان ، د وزیراعظم خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری ، راجه ناصر علی ، د ګلګت بلتستان د كلتور وزير او د آزاد كشمير د سېلګرۍ سېكرټري ګډون وكړو۔ دستوره كښې يو غېر ملكي سېلګرې سیاح انجیله کارسن هم ګډون وكړو او هغې د بلوچستان بورن می ټو پاکستان په سرخط هغې خپل دستاوېزي فلم هم وړاندې كړو۔ د درې ورځني فيسټيول په مهال شالیمار ګراؤنډ او ایف 9 پارک كښې پیرا ګلائډنګ ، ایکوریسی لېنډنګ ، ونګ سویټ فلائنګ ، ټرائک فلائنګ ، اسکائی ډائیونګ او د پاور پیرا ګلائډنګ په ډول بېل ايئر شوز او اېډونچر اسپورټس وكړې شول۔ د دې مېلې مقصد په نړيواله كچه د هېواد حقيقي رنګ رامخې ته كول وو۔ اے پي پي سره خبرو كښې سي اي او كټنګ اېج ګروپ چوهدری شهزاد اختر ووئيل دا ډول مېلې كول به د هېواد سېلګرۍ له ګتور ثابت شي۔ هغه ووئيل دې پروكرام كښې د څلورو واړو صوبو ايئر شو ٬ آرټ او كلتور نه د خوند پورته كولو موقع ترلاسه شوه۔ هغه ووئيل په دويمه ورځ دوه لكه نه زيات كسان مېلې ته تلي وو۔ په دې درې ورځني فيسټيول كښې د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د څلورو واړو صوبو پوېلين لګولې شوي وو۔ د پايې دستوره كښې كامياب شوې يو او د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو وګړو ته انعامونه وركړې شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د درې ورځنۍ مېلې پرانستې دستوره كښی د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ وفاقي وزير غلام سرور خان ٬وفاقي وزير ډاكټر فهميده مرزا اور نورو مهمو شخصياتو ګډون كړے وو۔
درې ورځنې رنګا رنګ مېګا ‘اسلام آباد ټورازم فېسټول’ د اتوار په ورځ پايې ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں