اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي هېواد جديد او پرمختللے اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره د تحريك پاكستان په جذبه د تعمير پاكستان تحريك پېل كولو ته اړتيا ده، زمونږ د ګران وطن پاكستان د جوړېدو 75 كاله تر سره كېدونكې دي ٬ هېواد په مع??شي توګه پخپلو خپو د اودرول?? عزم لرو،د ميثاق معيشت منزل به د قومي ډائيلاګ د لارې سر كوٶ۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د نيمې وچې د مسلمانانو ارمان ي??نې زمونږ د ګران وطن پاكستان د جوړېدو 75 كاله ترسره كېدونكې دي، د آزادۍ په نعمت مونږ د الله سبحانه و تعالٰي په حضور كښې سر په سجده شكر ادا كوو٫ د قائداعظم او علامه اقبال پشمول د پاكستان اتلانو ته سلام د چا د بې مثاله سياسي٬ جمهوري او قانوني هلو ځلو په نتيجه كښې چې نن په نړۍ كښې زمونږ شناخت شته ۔ ده ووئيل د ډائمنډ جوبلي په خوشحالۍ كښې د “عزم عالي شان، شاد رهے پاکستان” په ښائسته عنوان د خاص “لوګو” جارې كول د ستائنې وړ خبره ده٬ د مقصد په ‘يقين’، ترلاسه كولو لپاره چې د “نظم و??بط” سره پرله پسې هڅې او د اتحاد جذبه وي نو هر نصب العېن ترلاسه كېدے شي۔ ده ووئيل نن مونږ هېواد په مع??شي توګه پخپلو پښو د اورول?? عزم لرو،د ميثاق معيشت منزل به د قامي ډائيلاګ د لارې سر كوٶ٬ دغسې چې مونږ د چا لاس ته پاتې نه شو، ده ووئېل بايد زمونږ بچي او ځو??نان لوستي او شعور لرونكې وي ځكه چې په تعليم سره انفرادي او اجتماعي بدلون راوستلے شوو۔ ده ووئيل ځو??نان دې د تحريك پاكستان په جذبه د پاكستان تعمير لپاره تحريك پېل كړي دغسې چې مونږ پاکستان جديد، ترقي يافته، په مع??شي توګه خود انحصار او اسلامي فلاحي رياست جوړ كړو
هېواد جديد او پرمختللے اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره د تحريك پاكستان په جذبه د تعمير پاكستان تحريك پېل كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم شهبازشريف
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر