اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) په “انسانيت او آزاد صحافت د اسرائيل بريدونه او زمونږ د ذمه وارو” په سرخط انټرنېشنل وېبنار كښې ګډون كوٶنكو په فلسطين كښې په موجود ميډيا هاٶسز د اسرائيل بريدونه په آزاد صحافت بريد ګرځولو سره غوښتنه كړې چې د اسرائيل د بربريت په ضد په نړيواله كچه بايد كاروائي وكړې شي ځكه چې د بېلا بېلو هېوادونو په اعلانيه جنګ كښې هم د عبادت په ځايونو٬ ميډيا هاٶسز او كوچنيان نه دي په نخښه كړې شوي خو اسرائيل نه يوازې د مذهبي او اخلاقي حدونو بلكې د جنګي قوانين هم خلاف ورزي كړې د كومې چې نړيوالې ورورولۍ له نوټس اخستل پكار دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد تر سېوري لاندې په “انسانيت او آزاد صحافت د اسرائيل بريدونه او زمونږ د ذمه وارو” په سرخط انټرنېشنل وېبنار ته مقررينو خپله وېنا كښې وكړه۔ په مقررينو كښې د فلسطين او د غزه پشمول د بېلا بېلو هېوادونو په كړكېچنو سيمو كښې رپورټنګ كوٶنكې تجربه كار خبريالان٬ د تاريخ استاذان، محققين او سينئر خبريالان شامل وو ۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو په فلسطين كښې په موجود ميډيا هاٶسز د اسرائيل بريدونه په آزاد صحافت بريد ګرځولو سره غوښتنه كړې ده چې د اسرائيل د بربريت په ضد په نړيواله كچه بايد كاروائي وكړې شي ځكه چې د بېلا بېلو هېوادونو په اعلانيه جنګ كښې هم د عبادت په ځايونو٬ ميډيا هاٶسز او كوچنيان نه دي په نخښه كړې شوې خو اسرائيل نه يوازې د مذهبي او اخلاقي حدونو بلكې د جنګي قوانين هم خلاف ورزي كړې د كومې چې نړيوالې ورورولۍ له نوټس اخستل پكار دي ۔دوي ووئېل د پاکستان اولس عمر له د فلسطين غېر مشروط ملاتړ كړے او په اوسنو بريدونو كښې د اسرائيل قابض ځواكونه په ختيز بيت المقدس كښې د فلسطينيانو نسل كشي او بې دخلي سره د ښار مسلم شناخت ختمول غواړي، د اسرائيل پوځ په غزه كښې هر كس په نخښه كوي تر دې چې نړيواله ميډيا او خبريالان ئې هم په نخښه كړي۔ ګډون كوٶنكو ووئيل د ميډيا ټول غړي په دې پوهه دي چې څنګه اسرائيل په غزه وحشيانه بمباري كوي دې سره ميډيا له هم خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو كښې مشكلات رامخې ته دي۔ دوي په غزه كښې په شهادتونو د تشويش څرګندونه وكړه۔ دوي ووئيل د اسرائيل په جارحيت او آئي سي له د امريكې پحقله ښكاره د مرورتيا اظهار پكار دے٬ مونږ په جارحيت كښې د شهيدو شوو كوچنيو او مېرمنو پشمول د ځپلو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كوٶ۔ په وېبنار كښې ګډون كوٶنكو كښې سينټر مشاهد حسېن سيد ، لارډ نذير احمد برطانيه، د پي اېف يو جے پخواني صدر افضل بټ، د نېشنل پرېس كلب صدر شکيل انجم، عمومي سېكتر انور رضا، هزاده ذوالفقار ، ناصر زيدي٬ مظهرعباس، عون ساهي، عامر متين، علي رضا، د پي ايچ ډي آف بلك پاليسي فرام يونيورسټي آف ملائشيا، او هيډ آف دي اسرائيلي کالونيل ډپارټمنټ بلال الفراض، ډائريکټر آف پاليسي ډيپارټمنټ وزيراعظم آفس غزه فلسطين عبدالله وليد، د لاهور پريس صدر ارشد انصاري، ډائريکټر جنرل ليګ آف پارليمنټيرنز القدس ډاکټر محمد مکرم بالا، عاصمه شيرازي، رﺅف کلاسره، خالد عظيم چودھري، د ايبټ آباد پريس کلب سېكتر سردار شفيق، د حيدر آباد يونين آف جرنلسټس صدر جے پرکاش موراني شامل وو۔ د دستوري كوربتوب د نېشنل پرېس كلب سېكتر انور رضا او د آر آئي يو جے سينئر نائب صدر مائره عمران كولو۔
انټرنېشنل وېبنار كښې ګډون كوٶنكو د اسرائيل د بربريت په ضد په نړيواله كچه د كاروائۍ كولو غوښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار