اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ګرانې بنيادي وجه درآمدي افراط زر دے، له بده مرغه زمونږ د هېواد نظام اشرافيه لپاره دے، د انصاف، تعليم او قرض پشمول ټولې اسانيې اميرانو او اشرافيه لپارې وې، حضرت محمد صلي الله علېه وآله وسلم وړومبې فلاحي رياست جوړ كړے ، بيا خوشحالي راغله، په تېر وخت كښې خپل كړے شوے دا تصور غلط و، چې وړومبې پېسه راشي نو بيا به فلاحي رياست جوړوو، انسانيت او انصاف د سولائزېشن بنيادونه دي، په نړيواله كچه د تېلو په بېعو كښې سل فيصده اضافه شوې خو مونږ په لېوي او سېلز ټېكس كښې د كال 400 اربه خساره زغملو سره يوازې 22 فيصده اضافه كړې، په بېعو كښې د اضافې مونږ احساس لرو، ځكه په راتلونكو ورځو كښې كمزور طبقو ته ټارګټډ سبسډي وركوو. ده دا خبرې د ګل په ورځ د كامياب پاكستان پروګرام د اجرا په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين، د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار، د پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ انور علي حېدر هم وېنا وكړه. وزيراعظم د خزانې وزير شوكت ترين او د هغه ډلې ته په كامياب پاكستان پروګرام پېل كولو مباركي وركولو سره ووئيل چې بايد دا پروګرام 74 كاله پخوا پېل كړے شوے و، زمونږ دا سوچ و چې اول پېسه راشي نو بيا به فلاحي رياست جوړوو. وزيراعظم ووئيل چې د مدينې د رياست خبره مونږ د نړۍ تر ټولو د كامياب ماډل په وجه كوو، دا د تاريخ برخه ده، دا يو حقيقت او تاريخ دے چې يو داسې تهذيب چې كوم حېثيت ئې نه و، هغه د نړۍ امام جوړ شو. وزيراعظم ووئيل چې د نبي كريم صلي الله عليه وآله وسلم د سنت او شريعت د پېروې د الله حكم زمونږ بهترې لپاره دے. كه مونږ دا خپل كړو نو زمونږ خپل كردار به بهتر شي. وزيراعظم ووئيل چې په مدينه كښې وړومبې فلاحي رياست جوړ كړے شو او بيا خوشحالي راغله. ده ووئيل چې چين او هندوستان درې څلور لسيزې برابر وو خو نن چين د هند په مقابله كښې د پرمختګ په لار ډېر مخكښې تللے، چين د مدينې ماډل خپل كړو. خپلې كمزور طبقې ئې راپورته كړې، د غربت خاتمه ئې وكړه، خلقو لپاره ئې د اوږدې مودې پروګرامونه جوړ كړل، چين چې څومره آبادي د غربت نه رابهر كړې، په نړۍ كښې ئې مثال نشته. وزيراعظم ووئيل چې مونږ ته چې مثالي اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره چې كوم اصول خپلول و، هغې خوا ته پام ونه كړے شو. له بده مرغه زمونږ هېواد د خاص اشرافيه هېواد جوړ شو، زمونږ د تعليم په نظام كښې يوې خاص طبقې لپاره موقعې وې، مونږ يو ډول د تعليم نصاب راوړو، بايد په دې تنقيد كوونكي شرم وكړي، انصاف، تعليم، قرض او د روغتيا اسانيې ټولې اشرافيه لپاره وې. وزيراعظم ووئيل چې په 1700م كښې د هندوستان جي ډي پي 24 فيصد وه، هلته د اميرانو او عام وګړي د ژوند په معيار كښې واضح فرق و، اميرانو لپاره جزيرې او غريبانو لپاره سمندر سره كومه هم ټولنه نه شي كاميابه كېدې. وزيراعظم ووئيل چې مونږ هڅې كوو چې خپله متوستط طبقه راپورته كړو، دوي لپاره د كورونو د فنانسنګ ستونزې لرې كړې شوې، مونږ د خزانې وزير شوكت ترين د مائيكرو فنانس تصور سره اتفاق وكړو. وزيراعظم ووئيل چې كامياب پاكستان پروګرام به يو سنګ ميل وي، د عام وګړي ژوند بهترې لپاره اقداماتو سره بركت راځي، د شوكت خانم كېنسر روغتون جوړولو مقصد غريب وګړي ته د علاج وړيا اسانيې وركول وو، هغه وخت مونږ ته وئيل شول چې كه د پنځه فيصد نه د زياتو رنځورانو وړيا علاج وكړے شو نو روغتون به بند شي. مونږ د 70 فيصده رنځورانو وړيا علاج پېل كړو، هر كال د پاكستانيانو لخوا په عطياتو كښې اضافه وشوه، هر كال 9 اربه روپې په وړيا علاج خرڅ كېږي، دا د الله بركت دے، د غريبانو دعاګانې الله اوري، مونږ په تېر وخت كښې كمزور او غريب طبقې لپاره سوچ نه دے كړے، د حكومت نظام اشرافيه لپاره جوړ شوے، د دې په بدلولو مزاحمت كېږي. وزيراعظم ووئيل چې بايد په كامياب پاكستان پروګرام كښې د ستونزو د څارنې نظام وي. حكومت د غربت خاتمې لپاره هڅې كوي، وزيراعظم ووئيل چې په نړيواله كچه د تېلو په بېعو كښې سل فيصده اضافه شوې خو مونږ په لېوي او سېلز ټېكس كښې د كال 400 اربه خساره زغملو سره يوازې 22 فيصده اضافه كړې، په بېعو كښې د اضافې مونږ احساس لرو، ځكه په راتلونكو ورځو كښې كمزور طبقو ته ټارګټډ سبسډي وركوو، دا سبسډي به 40 فيصده وي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ 70 فيصده غوړي درآمد كوو، د درآمدي افراط زر په وجه ګراني ده.
د ګرانې بنيادي وجه درآمدي افراط زر دے، كمزور طبقو ته ټارګټډ سبسډي وركوو. د وزيراعظم عمران خان د كامياب پاكستان پروګرام اجرا دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha