اسلام آباد 12اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به (نن) د زيارت په ورځ د تربيلا 5 پراختيا منصوبې د بنياد تيګه اېږدي۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخي د تربيلا 5 د پراختيا منصوبه به د 807 مليونه ډالره په لګښت بشپړولې شي ۔ورلډ بنك او ايشين انفراسټركچر انويسټمنټ بېنك د منصوبې لپاره مالي معاونت كوي۔منصوبه به په 3 كاله كښې تر 2024 تر سره كولې شي۔ د منصوبې بنيادي مقصد سباؤن كښې د تربيلا ډېم د خاورو څخه ډكيدو نه محفوظول دي۔دې سره به د تربيلا ډيم څخه كر كېلې مقاصدو لپاره په كوټلو بنيادونو د اوبو وركړه هم باوري شي۔ د تربيلا 5 پراختيا منصوبې سره به 1530 ميګاواټ ماحول دوسته او آرزانه برېښنا ترلاسه شي۔منصوبه به هر كال نيشنل ګرډ له يو ارب 34 كروړه يونټ آرزانه برېښنا هم وركوي۔ د تربيلا 5 پراختيا منصوبې څخه به د نوكرو 3 زره موقعې هم راپيدا شي او منصوبې د تربيلا ډېم څخه به د برېښنا پېداوار 4 زره 888 ميګاواټ څخه 6 زره 418 ميګاواټ ته ورسيږي ۔ د پراختيا دا منصوبه به د پاكستان اوبو ، خوراك او د توان مهم ضروريات تر سره كولو كښې كردار ترسره كړي
وزيراعظم عمران خان به (نن) د زيارت په ورځ د تربيلا 5 پراختيا منصوبې د بنياد تيګه ايږدي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو