كراچۍ 13نومبر (اے پي پي) صدر مملكت عارف علوي د وفاقي انشورنس محتسب (اېف آئي او) ي كاركردګي ستائلو سره وئيلي چې اېف آئي او ګيلو كونكو له د هغوې سره شوې ناانصافيو په ضد د معاوضې نه غير او سمدستي انصاف وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي، وفاقي انشورنس محتسب دواړه ډلي يعني انشورنس پاليسي هولډرز او انشورنس كمپنيو په خوښه په ګڼ شمير كښې د ګيلو تصفيه كړې ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ كراچۍ ګورنر هاؤس كښې وفاقي انشورنس محتسب د سيورې لاندې ”انشورنس انډسټري كښې د شفافيت اهميت” په سرخط سيمينار ته وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل تير كال اېف آئي او ګيلو كونكو له 410 مليونه روپۍ مالياتي ريليف وركړې دې او سږ كال مالياتي ريليف كښې 2.13 اربه روپۍ اضافه شوې۔ده ووئيل مالياتي ريليف دا شميرې تر راروان كال 2.30 اربه روپو ته د رسولو توقع ده۔ده ووئيل ګيلو كونكو له تند رفتاره او د معاوضې نه غير انصاف وركولو په وجه تير كال په مقابله كښې د اېف آئي او سره د ګيلو اندارج كښې 50 فيصده اضافه شوې ده۔ده ووئيل د ګيلو آزالې 90 فيصده وه او مجموعي رجسټرډ كيسونو كښې 90 فيصده څخه زيات كيسونه په 60 ورځو كښې ترسره شوې۔اولس كښې وفاقي انشورنس محتسب په اړه كم خبرتيا ده د افسوس څرګندونه كولو ووئيل مشكل سره 4 نه تر 5 فيصده وګړي د دې ادارې په اړه معلومات لري۔
وفاقي انشورنس محتسب ګيلو كونكو له د معاوضې نه غير ، په سمدستي توګه انصاف وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي،صدر مملكت عارف علوي
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania