كوئټه 28 اپريل (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان وئيلي دي په تاريخ كښې په وړومبي ځل اوسنے حكومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي ‘ بلوچستان كښې اول څخه پيل شوو پروژو كښې ځائي ځوانانو له د روزګار موقعې وركړې كيږي‘ تيرو حكومتونو د بلوچستان نظر انداز كولو پاليسۍ په وجه د دې ځائې وګړو ته خپل حقونه نه دي ترلاسه شوي خو اوس په بلوچستان كښې د پرمختګ يو نوے دور پيل كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بلوچستان سياسي مشرانو سره خبرو كښې وكړه،ملاقات كښې وفاقي وزيران زبيده جلال، اسد عمر، مراد سعيد، عثمان ډار، د بلوچستان وزيرِ اعليٰ جام كمال، نواب شاه زين بګټي، سردار يار محمد رند او نور هم موجود وؤ،ملاقات كښې د بلوچستان د ګاز او برېښنا مسائلو په ترجيحي بنيادونو حل كولو له د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ دې نه ځانله غونډه د ناموسِ رسالت په مسئله په نړيواله كچه د وزيراعظم تګلارې په اړه خبر كړې شوه۔ وزيرِ اعظم په دې موقع ووئيل په تاريخ كښې په وړومبي ځل اوسنے حكومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي۔ بلوچستان كښې اول څخه پيل شوو پروژو كښې ځائي ځوانانو له د روزګار روزګار موقعې وركړې كيږي۔ده ووئېل د تيرو حكومتونو د بلوچستان نظر انداز كولو پاليسۍ په وجه د دې ځائې وګړو ته حقونه نه دې ترلاسه شوي خو اوس په بلوچستان كښې د پرمختګ يو نوے دور پيل شوے۔په غونډه كښې د كوسټل هائي وے موجود هنګلاج مندر په نړيوال طرز د اپ ګريډ كولو سره دغه د مذهبي سيلګرۍ زياتوالي له د كارولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
تاريخ كښې په وړومبي ځل اوسنے حكومت د بلوچستان پرمختګ ته پام لرنه كوي،وزير اعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج