اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د دويم كليز اسلام آباد سيکورټي ډائيلاګ 2022ء پرانسته كړې ۔ وزيراعظم په اسلام آباد سيکورټي ډائيلاګ د اطمينان څرګندونې سره وفاقي پايه تخت كښې د نېشنل سيکورټي صلاحكارو وړومبي او د منفرد فورم ستائنه وكړه۔ده ووئيل اسلام آباد سيکورټي ډائيلاګ مقصد د يو نړيوالې درجې فورم جوړول دي كوم به چې نورې اسلامي نړۍ او نړيوال فورمز ته د سيکورټي چارو په اړه د پاکستان نقطه نظر وړاندې كولې شي۔’ اسلام آباد سيکورټي ډائيلاګ2022“ كښې نړيوالو دانشورانو، سکالرانو، د نړيوالي ميډيا نمائندګانو، سينئر سول او پوځي قيادت، د قانون نړيوالو پوهانو ، د سول سوسائټۍ سره تعلق لرونكو نوموړو شخصياتو او تھنك ټينکس ګډون كولو۔ د اسلام آباد سيکورټي ډائيلاګ په وړومبۍ ورځ د نېشنل سيکورټي ايډوائزر د فورم سرخط په ”بدل شوي ورلډ آرډر كښې د اسياﺀ سيکورټي“ ؤ ۔ د 6 هېوادونو سره تعلق لرونكو نيشنل سيکورټي ايډوائزرز په دې سرخط د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دې نه پس د پاکستان پخواني نېشنل سيکورټي ايډوائزرز خبرې وكړې۔دا مباحثه د نېشنل سيکورټي ايډوائزر ډاکټر معيد يوسف په مشرۍ كښې وشوه۔ د كومو هېوادونو سيکورټي ايډوائزرز چې پكښې برخه اخستي په هغې كښې چين، ازبکستان، کرغستان، قازقستان، سعودي عرب او قطر شامل دي۔ د چين وزير پبلك سيکورټي ژا کيژہي هم په دې مهال د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د ازبکستان، کرغزستان، قزاخستان، سعودي عرب او قطر قومي سلامتيا صلاحكارانو په شريك سيکورټي چيلنجز او د انرجي پوليټکس کردار او نړيوالې مرستې ته پام راوګرځولو۔ د سيکورټي ډائيلاګ سرخط”د نړيوالې مرستې ازسرنو تصور“ دے ،دا په اوسنيو كښې د پاکستان جاري کړې د قومي سلامتيا پاليسۍ سره تعلق لري كومه چې د معيشت، انساني او روايتي سيکورټي ترمينځه يو تړون لري۔ دستوره كښې وفاقي وزيرانو ، پارليماني سيکرټريز، سينئر سرکاري چارواكو ، عسکري چارواكو، د نړيوالې ميډيا نمائندګانو ، تھنك ټينکس، د پوهنتونونو استاذانو او زدكوونكو ګډون كولو۔
اسلام آباد سيکورټي ډائيلاګ 2022ء پيل شو ،نوموړو دانشورانو، سکالرانو، د نړيوالي ميډيا نمائندګانو ، سينئر سول او پوځي قيادت، د قانون پوهانو ، سول سوسائټي سره تعلق لرونكو شخصيات او د تھنك ټينکس ګډون
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن