اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي د كامياب كسان پروګرام د لارې به د زرعي پېداوار په څانګه كښې انقلاب راشي او د كركيلې په بنياد د صنعتي پرمختګ يو نوے دور به پېل شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د خزانې په وزارت كښې د بېلا بېلو غونډو او ملاقاتونو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د وزارت له مخې د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل حكومت د وړوكې او مېنځنې درجې كاروبار ودې ته خاص پام لرنه كوي. ده ووئيل د كامياب كسان پروګرام د لارې به د زرعي پېداوار په څانګه كښې انقلاب راشي او د كركيلې په بنياد د صنعتي پرمختګ يو نوے دور به پېل شي. وفاقي وزير ووئيل د غربت خاتمه، سماجي او اقتصادي پرمختګ او په مالياتي چارو كښې د مېرمنو ګډون زمونږ بنيادي هدف دے.
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات