اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) پاكستان د افغانستان په بېلو برخو كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كولو سره په دغه خپله اندېښنه څرګنده كړې۔د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د مزار شريف په جومات كښې د بمي چاودنې٬تېره ورځ كابل٬جلال آباد او په نورو ځايونو د چاودنو او په قندوز كښې په يو جومات د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كړې۔وياند د دې بريدونو په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔وياند ووئيل پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔اوسنۍ پېښې د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو او په افغانستان كښې د تل پاتې امن او استحكام ترلاسه كولو له د افغان عبوري حكومت سره مرسته او د مرستې اهميت په ګوته كوي۔په بيان كښې وئېلي شوي د پاكستان حكومت او اولس دې ډول ترهه ګرۍ بريدونو كښې د غم جنو كورنيو سره غمرازي كوي او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كوي او د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې د افغانانو سره ولاړ دے
پاكستان د افغانستان په بېلو برخو كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش