اسلام آباد۔12دسمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې پاكستان د خپلې’’سنټرل ایشیاء وژن‘‘ پالېسۍ د لارې د منځنۍ آسيا رياستونو سره غوره اړيكې ساتل غواړي٬ پاكستان د منځنۍ آسيا ټولو رياستونو او په خاص توګه قازخستان سره د شريكې خوښې په ټولو چارو كښې مرستې ته لا وده وركولو له كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قزاخستان د پارليمان چيئرمېن يرلان كوشناف په مشرۍ كشې د پاكستان په دوره راغلي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ سپيكر د پاكستان په دوره كولو د يرلان كوشناف مننه وكړه۔ ده ووئيل د قازخستان د پارليماني پلاوي اوسنۍ دوره به په پارليماني كچه د رابطو مستحكم كولو كښې مهمه ثابت شي۔ چیئرمین یرلان کوشانوف د قومي اسمبلۍ سپيكر مننه كولو سره په دې وروستيو كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په ګډ مذهب ٬ تاريخ او د كلتور په نه ختمېدونكو رشتو اډانه دي۔ د قزاخستان د پارليمان چيئرمېن يرلان كوشناف ووئيل زمونږ هېواد د پاكستان د تجارتي لارو اهميت څخه خبر دے ٬ ده هيله ولرله چې د پارليماني پلاوي دا اوسنۍ دوره او د قزاخستان د صدر راتلونكې دوره به دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده د قومي اسمبلۍ سپيكر ته د قزاخستان دورې بلنه وركولو سره ووئيل د پارليماني پلاويو تګ راتګ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ دې نه وړاندې چیئرمین یرلان کوشانوف د سپیکر ، دوهم سپیکر او د دواړو هېوادونو د پارليماني غړو په موجودګۍ كښې د پارليمنټ په چمن كښې د مېګنولیا ګرېنډی فلورا بوټې نال كړو۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو او د اسلامي نړۍ سلامتيا او سوكالۍ له خصوصي دعا وكړې شوه۔ وروستو پلاوي د قومي اسمبلۍ هال دوره وكړه چرته چې پلاوي ته د قانون سازۍ او ووټنګ طريقه كار په اړه بريفنګ وركړے شو۔
پاكستان د منځنۍ آسيا رياستونو سره غوره اړيكې غواړي ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ