اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وفاقي حكومت د موثره انتظامي پرېكړو د لارې نن ټوله ورځ د فتنه اعظم عمران صاحب په مشرې كښې فساديان او وسله وال ټولګي قابو ساتلي وو، د اولس د ځان او مال ئې ساتنه كړې، هغه د سپريم كورټ پرېكړه د سپر په توګه كارولو او د عدالت د واضح احكاماتو خلاف ورزي كولو سره د خېبر پښتونخوا سركاري وسيلو، مشينرۍ او پوليس سره په وفاق بريد كوي. د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل سپريم كورټ دې د توهين عدالت نوټس اخستو سره خپل حكم عملي كړي چې دغسې د اولس د ځان او مال ساتنه باوري كړې شي. د اطلاعات وفاقي وزيرې په خپل يو ټويټ كښې د پي ټي آئي كاركنانو لخوا د اسلام آباد بېلا بېلو سيمو پشمول په چائنه چوك مېټرو بس ته د اور لګولو وېډيو هم شريكه كړې ده .
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن