اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د ځينې پخوانو باباګانو لخوا وزيراعظم ته په ليكل شوي خط حېران يم، تحريك انصاف به بهر مېشته پاكستانيانو او په خاص توګه مزدورانو سره ولاړ وي. په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د رويو بدلولو ضرورت دے، عام وګړو سره زمونږ د بيورو كرېسي سلوك قطعي قابل رشك نه دے. دا عمومي شكايت دے او سفارتخانې هم د دې نه بري نه دي. ده ووئيل چې د نورو څانګو پشان په سفارتخانو كښې هم ښه افسران شته خو په پخوانو وختونو كښې چې پاكستانيانو سره كوم سلوك كېدو، پرې داستانونه ليكل كېدے شي. ده ووئيل چې د دې كرېټ عمران خان ته ځي كوم چې د عام مزدورانو درد محسوس كړو او نن د پاكستان سفارتخانې خپلو مزدورانو او عام وګړو ته ځواب ويونكې دي.
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ