اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سېنېټر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان او المان په سفارتي ٬ اقتصادي او معاشي كچه بشپړه همكاري لري٬ د اعلی كچې دوه اړخيزه تړون به د دواړو هېوادونو ??ولس يو بل ته نزدې كولو له مرستياله ثابت شي٬ پاكستان په سيمه كښې په نړيواله كچه امن او استحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې ??يالاتو څرګندونه ده د المان پارليماني غړي مائیکل مُلر په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن د دواړو هېوادونو ??رمينځه پارليماني تبادلو ته د ودې وركولو اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل پاكستان او المان په سفارتي ٬ اقتصادي او معاشي كچه بشپړه همكاري لري۔ ده ووئيل د اعلی كچې دوه اړخيزه رابطې به د دواړو هېوادونو ??ولس يو بل ته نزدې كولو له مرستياله ثابتې شي۔ ده ووئيل پاكستان په هره كچه رابطو ته ودې وركولو له خوښي لري۔ د سېنېټ چيئرمېن پاكستانو ??ده كوؤنكو ته د وظيفو په وركولو د المان حكومت مننه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د وېزو په اجراﺀ كښې د غېر معمولي تاخير د لاسه د رامخې ته شوو ستونزو په اړه هم المانې پلاوې خبر كړو۔ ده هيله ولرله چې دا مسئله به ډېر زر حل شي۔ ده ووئيل پاكستان د خبرو او د سفارت كارۍ د لارې د شخړو په سوله ايز حل باور لري۔ پاكستان په سيمه كښې په نړيواله كچه امن او استحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن د ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميرې مسئلې سوله ايز حل سره تړلے دے۔ هندي ځواكونو په لائن آف كنټرول د يرې ترخې چاپېريال جوړ كړے۔ ده ووئيل نړۍ دې په لائن آف كنټرول د بشري حقونو ??ورتحال ښه كولو او د سياسي انجينئرنګ مخنيوي له په هند زور راوړي۔ ده ووئيل د فلسطین روانه وضعه زياته د افسوس وړ ده۔ ده ووئيل په غزہ او رفح كښې د بې ګناه وكړو په ضد اسرائيلي جارحيت نه بندېږي۔ نړيواله ورورولي دې ?? فلسطيني اولس په ضد د روانو ??لمونو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ دغسې د سېنېټ چيئرمېن نړيوالې ورورولۍ څخه په سمدستي توګه جنګ بندۍ لپاره د ګامونو پورته كولو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن تر هغه وخت بحالېدے نه شي تر كومې چې دا مسئلې حل نه كړې شي۔
پاكستان او المان په سفارتي ٬ اقتصادي او معاشي كچه بشپړه همكاري لري٬ سينيټر سيد يوسف رضا ګيلاني
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados