ملګري ملتونه 18 مئي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم په سلامتي كونسل زور رواړې چې سلامتي کونسل دې د اسرائيل په ضد د جنګي جرمونو او د انسانيت په ضد جرمونو پلټنو لپاره اقدامات وكړي۔ منير اكرم تېره ورځ د سلامتي كونسل په اوپن وېډيو كنفرنس كښې د اسرائيل لخوا د فلسطين په غزه سيمه او د مقبوضه بېت المقدس په ختيزه برخه كښې د زيات شوي اړي ګړي پحقله خپل خطاب كښې ووئيل چې سلامتي كونسل دې القدس شريف د فلسطين پايه تخت او د كال 1967 نه وړاندې آزاد پولو سره د عمل وړ او د خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو د لارې د ملګرو ملتونو د قراردونو له مخې د فلسطين او اسرائيل د دوه رياستي حل بشپړه نفاذ ته وده وركړي۔ ده ووئيل چې مونږ د منطقې د خراب شوي صورتحال په پس منظر كښې د سلامتي كونسل نه مطالبه كوٶ چې سلامتي كونسل دې د خپل چارټر له مخې خپلې ذمه وارۍ تر سره كولو سره د فلسطين وګړو په ضد د اسرائيل د جارحيت ٬ د طاقت د بې دريغه استعمال په سمدستي توګه لاره ونيسي٬ وګړو ته دې تحفظ وركړي٬ دوي ته دې د خپلې مرضۍ مطابق د ژوند كولو حق٬ مذهبي آزادي٬ آزاد تګ راتګ او د سوله ايزو اجتماعاګانو پشمول اسرائيل ته په بشري حقونو د قوانينو او په نړيوالو بشري حقونو عملدرآمد لپاره اقدامات وكړي او د اسرائيل دې د مقبوضه بيت المقدس حېثيت بدلولو او د يهودي بستو پشمول د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات نه منع كړي۔ ده ووئيل چې د فلسطينيانو هلې ځلې يوازې د خپلواكۍ حق او د بهرنۍ قبضې په ضد دي او د اسرائيل جارحيت د محصور او بې ګناه فلسطينيانو په ضد او د يو هېواد لخوا د پوځي طاقت غېر متناسب استعمال ٬ د ظلم او بې رحمۍ مظهر دے
سيكورټي كونسل دې د اسرائيل په ضد د جنګي او د انسانيت په ضد د جرمونو پلټونو لپاره اقدامات وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي د منير اکرم غوښتنه
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری