اسلام آباد۔21فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان د اېتھوپیا په شمول د براعظم افريقا ټولو هېوادونو سره سفارتي ٬ سياسي ٬ پارليماني ٬ تجارتي او دفاعي اړيكې لا مضبوطول غواړي۔ دا خبره هغه د اېتھوپیا د خارجه چارو وزیر مملکت ، اېمبېسډر ردوان حسېن سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د شريكې خوښې په چارو او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل چې د پاكستان او ایتھوپیا ترمينځه په مشتركه تاريخ ٬ ګټو او تزويراتي همغږۍ اډانه اړيكي دي۔ خارجه وزير په زړه پورې ټاكنو كولو د ایتھوپیا حکومت او اولس ته مباركي وركړه۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل چې د “انګېج افریقا” پالېسۍ لاندې به افريقا كښې 5 نوې سفارتخانې او 6 تجارتي دفترونه جوړولې شي۔ خارجه وزیر د ایتھوپیا لخوا په پاكستان كښې د سفارتخانې د پرانستلو پرېكړې هركلې وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ایتھوپیا وزیر مملکت د پاكستان دوره د خصوصي استازي په توګه كوي او هغه د ایتھوپین مشرتابه لخوا د پاكستان وزيراعظم لپاره مهم پېغام راوړلې دې
د خارجه وزير شاه مخدوم قرېشي د اېتھوپيا د خارجه چارو وزير مملكت سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria