اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د برېښنا غلا مخ نيوے د حكومت ??رج??حات ګرځولو سره د برېښنا تقسيم كوونكې كمپنۍ صوبو ته د منتقل كولو ??پا??ه كمېټۍ جوړه كړی٬دا كمېټي به د صوبائي حكومتونو سره په ګډه ټرمز آف ريفرنس او د ټاكلې مودې تعين كوي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د برېښنا تقسيم كوونكې كمپنې صوبو ته په منتقل كولو د لوړې كچې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د برېښنا تقسيم كوونكو ??مپنو د برېښنا بلونو د نه وصوېدو او د لائن لاسز نتيجه كښې د خسارې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته په وفاق او صوبو كښې د بلونو وصولۍ ??پا??ه د موجود انتظاميې ډهانچې موازنه هم وړاندې كړی شوه۔غونډې ته ووئيل شول د برېښنا تقسيم كوونكو ??مپنو نظام صوبو ته وركول آئيني اقدام دے۔ دې اقدام څخه د بلونو وصولۍ او د برېښنا غلا مخ نيوي كښې به ښه والې راشي۔غونډې ته ووئيل شول د برېښنا تقسيم كوونكو ??مپنو نظام منتقلۍ ??پا??ه تر ټولو وړومبے د سندھ حكومت د وفاقي حكومت سره رابطه كړې وه۔وزيراعظم كمېټۍ ته تګلارې له د زر حتمي شكل وركولو هدايت وكړو ۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د برېښنا غلا كوونكو عناصرو ته به سخته سزا وركولې شي۔ده ووئيل وفاق به د صوبو د كار استعداد زياتولو ??پا??ه تكنيكي مرسته وركوي٬د صوبو سره د برېښنا بېلونو وصولو ??پا??ه ښه انتظامي ډهانچه موجود ده۔په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬انجينئر خرم دستګير٬عابد حسن بهائيو٬وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك٬د وزراعظم صلاحكار احد چيمه٬خاص مرستيال جهانزېب خان٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی اعظم خان٬د پنجاب او بلوچستان چيف سېكرټريز او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون كولو
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د برېښنا تقسيم كوونكې كمپنۍ صوبو ته د منتقل كولو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری