اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د مېرمنوپه جائيدادونو كښې د ملكيتي حقونو وركرې سره د دوي د خپلواكۍ په حاجت زور راوړے٬ اسلام مېرمنو له د جائيداد مالكانه حقونه وركړي خو افسوس د هېواد په ځينو برخو كښې دوي د حقونو څخه محرومه ساتلې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د مېرمنو ملكيتي حقونو په حقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر ډاكټر فروغ نسيم٬د قانون او انصاف پارليماني سېكرټرې ملكيه علي بخاري٬د حراست مخ نيوي وفاقي محتسبې كشماله طارق او د پنجاب محتسبې نبيله علي خان ګډون وكړو۔په غونډه كښې د وفاق٬پنجاب او د خېبرپښتونخواد منظور شوو د مېرمنو ملكيتي حقونود ايكټ په نفاذ بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته د حراست مخ نيوي وفاقي محتسبې كشماله طارق ووئيل وفاقي حكومت ته د وويمن پراپرټي رائيټس ايكټ 2020 نفاذ نه پس 116 شكاياتونه راغلي چې پكښې 15 كيسونه زيرالتوا دي ٬ دغسې پاتې اړوندو محكمو ته كاروائۍ لپاره لېږلې شوي ۔د پنجاب محتسب نبيله علي خان غونډې ته ووئيل د پنجاب محتسب ته 250 كيسونه راغلي ٬د ازالې لپاره سنجيده اقدامات كوو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د مېرمنو د ملكيتي حقونو تحفظ لپاره د وفاقي او صوبائي محتسب ادارو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔
د مېرمنو د ملكيتي حقونو تحفظ لپاره د وفاقي او صوبائي محتسب ادارو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د مېرمنو ملكيتي حقونو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil