اسلام آباد 30دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه په 3 او 4 جنورۍ د ترکیې دوره كوي۔ د خارجه دفتر د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې بيان له مخې دا د وزیراعظم عمران خان د ترکیې وړومبۍ دوره ده۔ خارجه وزیر شاہ محمود قریشی، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وز??ر مخدوم خسرو بختیار، د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد به هم د وزيراعظم سره ملګرې وي۔د دورې په مهال به وزیراعظم د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات کوي۔ د ملاقات په مهال به د دواړه ه??وا??ونو ترمينځه د مجموعی اړيكو جاج اخ??تلې شي۔ دې نه ځانله د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړه په چارو به هم غور كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان به ترکیه كښې بزنس فورم ته د خطاب نه علاوہ د ترکيې سوداګرو او سرمایه کارو سره په انقرہ كښې ملاقات کوي۔ بیان له مخې پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاریخی اړيكې لري?? پاکستان او ترکیه خپلو كښې سیاسی، اقتصادی، دفاعی، كلتوري او د اولسي رابطو د لارې قوي اړيكې لري او وخت سره سره دا اړيكې لا قوي كېږي۔ د وزیراعظم د ترکیې دورې سره به د دواړه ه??وا??ونو د حکومتونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ دې نه ځانله د دې دورې په نتيجه كښې به په خاص توګه اقتصادی، تجارتی او سرمایه کارۍ په څانګو كښې نوې لارې پرا??ست??ې شي او مرسته به هم زياته شي۔
وزیراعظم عمران خان به د ترکیې اولس مشر پھ بلنه په 3 او 4 جنورۍ د ترکیې دورہ کوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات