اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د المان د ماحولياتو وزيرې سيونجا شلزے د ماحولياتو تحفظ او ودې لپاره د پاكستان اقدامات ستائيلو سهر وئيلي دي چې پائيدار مقاصد ترلاسه كولو لپاره شريكو هڅو ته ضرورت دے. د خالي په ورځ د پاكستان په كوربتوب كښې د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع دستوره ته په خپل وېډيوئي پېغام كښې هغې د ماحولياتو د نړيوالې ورځې په كوربتوب او د ايكو سسټم د بحال په پېل كولو مباركي وركړه. د المان وزيرې ووئيل چې د زمكې ماحول ته رسېدونكې زيان او د دې په نتيجه كښې رامېنځ ته شوي خطراب نړۍ لپاره لوي چلېجنونه دي. هغې ووئيل چې فطرت سره پائيدار تعلق لپاره به ماحول دوست طريقې خپلول وي او د قدرتي ماحول د ب بحالې پروژو ته به پام كول وي. هغې په دې لړ كښې د پاكستان د اقداماتو ستائنه وكړه او وې وئيل چې نړۍ ته به په دې لړ كښې پائيدار مقاصد ترلاسه كولو لپاره هڅې كول وي.
پائيدار مقاصد ترلاسه كولو لپاره شريكو هڅو ته ضرورت دے. د المان د ماحولياتو وزيره سيونجا شلزے
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا